تازه خبرونه
Home / سیاست / جګړې څوک او ولې زیاتوي؟

جګړې څوک او ولې زیاتوي؟

دا به مو په خبرونو کې ډير اوریدلي وي، چې په افغانستان کې د تیرو میاشتو په پرتله جګړه څو سلنه زیاته شوې یا د تیرو کلنو په نسبت یې زیاتوالی موندلی؛ خو په خبرونو کې به مو کله هم نه وي اوریدلي، چې دغه جګړې چا، څنګه او ولې زیاتې کړې دي؟
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» وویل، چې: د ۲۰۰۸ میلادي کال پر تله سږکال په افغانستان کې پنځه ځله زیاتې جګړې شوې دي. یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي: په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی چې له امله یې دا هیواد د جګړې څخه د وتلو هیوادونو له ډلې وتلی او یو ځل بیا په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په ډله کې شامل شوی دی.
د «اوچا» د څيړنې له مخې: یوازې له جولايی څخه تر ستمبره پورې په افغانستان کې په اوسط ډول هره ورځ تر اتیاو پورې نښتې او جنګ جګړې پیښې شوي دي، چې په تیرو شپږ کلونو کې په دغه هیواد کې تر ټولو ډیرې ثبت شوې نښتې دي.
د راپورونو په اساس د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۹۰۰ نښتې ثبت شوي، چې د ۲۰۰۸ کال پرتله پنځه ځله زیاتوالی ښيي.
د «اوچا» ادارې راپور رښتیا هم چې ټکان ور کوونکی و؛ خو حکومتي چارواکو یې ډیر ژر په رد سره ځواب ووایه او دغه راپور یې ناسم وباله؛ اما روښانه ده، چې جګړې خورا زیاتې شوې، حالت نازک، حکومت کاواکه او امنیت خراب شوی، چې ښه څیړنه یې د هرې ورځې له اتیا ځله نښتو او جګړو څخه کولی شو. کله چې په یو هېواد کې په اوسط ډول اتیا ځایه (بیلا بیلې سپکې او درنې نښتې، جګړې او جنګونه) رامنځ ته کیږي؛ نو هرو مرو به د اتیا تنو مرګ ژوبله هم تر شا لري او په دغو جګړو کې به د ډيرو کورنیو زامن وژل کیږي، چې ګټه یې هم دې هېواد ته نه رسیږي.
سره له دې چې جګړې زیاتې شوې، د حکومت مشرتابه «ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله» د کابینې غړیو، ټولو وزیرانو، د ملي شورا غړیو «وکیلانو او سناتورانو»، امنیتي مسؤلینو «جنرالانو، قوماندانانو، سرتیرو او حتی کوچنيو مامورینو» خپل مسؤلیت نه دی پېژندلی او هر یو په ډول ډول لوبو کې د لوبغاړو رول اداء کوي، چې د دوی له غیر مسؤلانه کړنو زیات زیان ولس ته اوړي او هره ورځ مو لسګونه تنه افغانان (امنیتي سرتیري، طالبان او ولسي وګړي) ژوند له لاس ورکوي، چې ښه او ښکلي کدرونه (ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان، دیني عالمان، د قران کریم حافظان، د راتلونکي مشران او مسؤلیت لرونکي شخصیتونه) هم پکې وژل کیږي.
دغه وژونکې جګړه چې زمونږ په هېواد کې د روسانو له یرغل څخه تر دا مهاله دوام لري له ډول ډول او نا اشنا بدمرغیو پرته یې مونږ ته هیڅ هم نه دي راکړي.
سره له دې چې اوسنیو چارواکو باید د خپلو ژمنو سره سم د خپلو دندو پر مهال د جګړو د مخنیوي، د تاوتریخوالي د بندولو، افغانوژنې د ختمولو او پرمختګ، ارامتیا، اسانتیا او د ترقي راوستلو چارې ترسره او د خپل خوار ولس حق یې ادا کړی وای؛ خو داسې ونشول او ورځ تر بلې چارواکو خپلې ګټې په جګړه کې وکتلې.
ولسمشر محمد اشرف غني په جار سره وویل، چې دی افغانستان ته د (۴۰۰۰ ــ ۵۰۰۰) بهرنیو عسکرو د رالېږلو سره موافق او حتی د دې کړنې غوښتونکی دی، اجرائیه رئیس خو لا وړاندې دا ډول اعلان ته هرکلی کړی وو او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې تائید کړې وې، چې د وسلوالو د ځپلو له پاره یې د تازه دمو سرتیرو غوښتنه کړې وه.
عبدالله عبدالله امریکا ته د سفر پر مهال د یاد هېواد د ولسمشر له مرستیال سره په کتنه کې د پخوانیو لویو بمونو راغورځولو پخوانۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې: ( د وسلوالو طالبانو او داعشیانو د ځپلو له پاره باید امریکايي او په ټوله کې د ناټو ځواکونه خپلې هڅې تیزې او په همدې هدف افغان ځواکونو ته هم پیاوړې روزنه او پوره اکمالات په ولکه کې ورکړي).
اوس چې د ټولو چارواکو څرګندونو ته وکتل شي؛ نو انسان حیران او دا فکر ورسره پیدا شي، چې ښه؛ نو دا چارواکي زمونږ مشران او حاکمان دي او که د سر دښمنان؛ ځکه دوی ټول زمونږ قاتلان خپلې خاورې ته را غواړي او په جار سره نارې وهي، چې خپل دښمنان په بهرنیو متحدینو وژنو. (( عجیبه ده؛ نو…))!!
که څه هم د صلیب زامنو مونږ هر وخت په یو او بل نوم سره وژلي یو او زمونږ له ډلې یې یو څو تنه اخیستی؛ څو د خپل رعیت په سر لوبې وکړي؛ خو د هغوی انجام ډير خراب وي او ټول په شرمونو له دې خاورې څخه له خپلو غلامانو سره یوځای شړل شوي او د بادارانو تابوتونه یې خپل هېواد ته ورلیږلي دي؛ خو له دې وړاندې ښه ده، چې امریکا د خپلو پخوانیو چارواکو له هغې ډلې د سي ای اې د پخواني مشر او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي مشر ډیویډ پیټریوس خبرې واوري او دا حقیقت ومني، چې د افغانستان جنګ نه ګټل کیږي؛ نو باید له ټولو وسلوالو ډلو سره د سولې مذاکرات وشي او انسان وژنه پای ته ورسیږي.
که چیرې امریکا خپل عزت خوندي کوي، ښه ده چې د جنګ ګټلو سوچ له دماغو وباسي او دا ومني، چې افغانانو مات کړي او جګړې کې یې هیڅ هم نه دي ګټلي، زرګونه سرتیري یې وژل شوي او لا هم په یاد برخلیک اخته دي.
لیکنه: زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*