تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / ملي ګټې تر هر څه لومړيتوب لري

ملي ګټې تر هر څه لومړيتوب لري

د اجرائيه رياست د دويم مرستيال پر هغو څرګندونو چې سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه يې کړې وې، لا هم د هېواد او حکومت په مختلفو ټولنو کې تبصرې روانې دي. د ولسي او مشرانو جرګې غړي، مدني فعالان، سياستوال او نور مخور شخصيتونه هر يو د نوموړي پر خبرو نيوکې لري او يو مخ يې د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې بولي. خلک ګيله من دي چې که په حکومت کې د ښاغلي محقق غوندې لوړپوړي او مخور کسان د هېواد ملي ګټو ته ژمن نه وي او خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته پر ملي ګټو ترجيح ورکوي بيا خو دا ټول موجوده حکومت همدغسې وګڼئ او باوري اوسئ چې دلته هیڅوک د خپل هېواد د لوړو منافعو په کيسه کې نه دي.
د نوموړي له دغه شان څرګندونو معلوميږي چې زموږ اکثر لويان چارواکي هر يو خپله جلا پير خانه لري او بيا هر يو د خپل پير د خوشالولو لپار هر څه وايي او له هر څه ورته تېر دي. او هر کله چې د يو نظام په مشرانو مسؤلينو کې دا ډول نيمګړتياوې په همدومره کچه زياتې وي بيا خو ټول افغان ولس بايد وپوهيږي چې په حقيقت کې دلته د حکومت او قانون په نامه له سره لا څه شته نه. بلکې اصلاً دلته د بهرنيو عسکري ځواکونو پر مټ يو داسې شرکت د حکومت په نامه نومول شوی چې هر يو جلا جلا قانون لري او هر يو خپلو خپلو ګټو پسې روان دي. بيا خو کېدای شي ځينې نور ښاغلي د امريکايانو لپاره همدغسې له خپلو ملي ګټو تېر وي او ځينې د روسانو او نورو، نورو لپاره لکه چې له بده مرغه موږ همدا اوس په خپل هېواد کې زښته ډېر همداسې پردي پاله او د پرديو اجنډاؤ تطبيقونکي د سر په سترګو وينو.
مطلب دا چې دا يوازې استاد محقق خو نه دی چې پردۍ جګړې خپلې بولي او د پرديو د ګټو لپاره جنګېدونکي لښکر ستاينې کوي، نور هم دلته عملاً د پرديو لپاره په کار او هڅه هاند لګيا دي. زموږ هېوادوال هره ورځ په رڼو سترګو هغه اشخاص ويني چې شپه ورځ پردۍ خبرې خپل د زړه پيغام ګڼي، پردي ارزښتونه خپل ملي ارزښتونه بولي او پردۍ ستراتيژيکې موخې خپل وروستي ارمانونه.
همدا وجه ده چې د افغانستان موجوده حکومت هره ورځ له نويو ستونزو سره مخ کيږي، او د هېواد د سترو قضاياؤ په هکله هیڅکله يوه اتفاقي پرېکړه نه شي کولی. د دې وضعيت اصلي لامل دا دی چې دلته نه د ملی ګټو څه تعريف شوی او نه څوک په دې پوهيږي چې بايد د ملي او ځاني ګټو تر منځ توپير وشي. تر دې چې زياتره خلک يوازې د خپل ځان، قبيلې، سمت او کلي يا ولايت په ګټو پسې روان دي. دا ډول کسان هيڅکله نه شي کولی چې په سمه توګه د هېواد لوی مسؤليتونه پر غاړه واخلي او د ملت د شريکو ګټو فکر و سوچ وکړي. د مثال په ډول زموږ حکومت نه شي کولی چې د تذکرو د وېشلو موضوع هواره کړي. دا ځکه چې د مختلفو ځاني ګټو پالونکي چارواکي له تېرو شپاړسو کلو راهيسې د تذکرو په يوه متفقه محتوا نه سره جوړيږي. يا لکه د ډېورنډ کرښې موضوع چې که څه هم پخوا ټول افغانان پکې يوه خوله وو خو اوس هره ډله په دې اړه بېلابېل دريځونه لري، ځکه خو پاکستان هم وکړای شول چې پر ياده کرښه دېوالونه، اغزن تارونه، خندقونه، تاڼې او پوستې جوړې او د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لازمي وګرځوي.
دغه راز په هېواد کې د روان اخ و ډب د خاتمې په موخه له طالبانو سره د سولې معامله هم په ورته اختلافاتو کې را ګير ده. ځکه په حکومت کې شاملې ځينې ډلې ټينګار کوي چې طالبان دې د بهرنيو ځواکونو په مرسته کاملاً له منځه يووړل شي او يو کس دې هم نه پاتيږي. حال دا چې ځينې بيا وايي جګړه د حل لاره نه ده او بايد له هغوی سره سوله وشی. مانا سوله او له هېواد نه د جګړې ختمول نن سبا زموږ يوه ډېره ستره مهمه ملي مسأله ده خو له بده مرغه دلته هم د چارواکو تر منځ کوم يووالی نه ليدل کيږي او له همدې کبله مو ټول هېواد د جګړې په سرو لمبو کې را ګير دی او بې وزله ولس مو هره ورځ د همدغو ځان پالونکو چارواکو د ګټو لپاره د خپلو سرونو او مالونو قرباني ورکوي.
همدارنګه له هېواد نه د پرديو ځواکونو د شړلو او نه شړلو په هکله هم دلته ژور اختلافات ليدل کيږي. ځکه په هېواد کې سره له دې چې قاطع اکثريت خلک له بهرنيانو خورا ډېره کرکه لري خو بيا هم شته يو شمېر داسې مخور او سیاستوال چې خپله بقا او ځاني ګټې د بهرنيانو په شتون کې ويني خو د هېوادوالو روان ناورين ته هیڅ پام هم نه کوي. همدا زموږ د هېواد هغه بدمرغي ده چې دا دی ګرد افغان ملت يې له کاملې بدبختۍ سره مخ کړی او د خلاصون هيڅ لوری او درک يې نه را معلوميږي.
درېغه چې زموږ پرديپالو چارواکو لږ خو پر خپل ملت هم رحم کړی او د خپلو ځاني ګټو تر څنګ يې د خپل ولس لويې ګټې هم په نظر کې نيولې وای. څومره به ښه وای او څومره ژر به زموږ مهمې ملي کشالې حل شوې وای که چېرې واکمنو مشرانو د هېواد ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړی او بيا يې په هماغو کې خپلې ځاني ګټې هم نغښتلې وای ځکه پرته له شکه چې د هېواد پرمختګ، بريا او سوکالي کې د هر فرد او هر مشر و کشر ځاني ګټه هم خوندي ده.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*