تازه خبرونه
Home / سلایډر / د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند

د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند

په ټوله نړۍ کې تورتم و، ټول بشري حقونه له پښو لاندې شوي وو، په اصطلاح زورواکو، غلو او لارشکونکو به په لویه لاره ډاکه واچوله، اصیل او خپلواک انسانان به یې راونیول، حریت او ازادي به یې ورڅخه سلب کړل په بازار کې به یې د مریانو په توګه وپلورل، ښه بېلګه یې حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه دی. لار شکونکو هغه راونیو او له ځان سره یې بوته، د غلام په نوم یې خرڅ کړ، چې په پایله کې ان رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې ورسېده، هغه ډېر ونازاو، چې بیا له پلار او تره سره هم خپل کور ته نه ستنېده. الله جل جلاله د هغه (زید) په نه ستنېدا کې ستر حکمت اېښی و، هغه دا چې د «تبني» دود یې د ده په اساس له منځه پرې یووړ.
همداراز په ټوله نړۍ کې له ښځينه و سره ډېر ناوړه چلند کېده، د اسماني دینونو والاو هم ټول حقه حقوق ترې تروړلي وو، یهودیانو خو د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال هغوی نجسې بللې، له خپلو کوټو څخه یې ویستلې. او عیسویانو دومره افراط کاو چې د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې یې هم جنسي اړیکې ورسره نیولې، سره له دې چې فطرت او طب په دې وخت کې دا ډول تماس نه خوښوي؛ خو دې جاهلانو د خپلو غرایزو د اشباع لپاره هر څه روا بلل. په وضعي ادیانو کې هم له ښځينه و سره ډېر بد سلوک کېده، د بشر په سترګه نه ورته کتل کېده، بس د خپلو هوسونو د پوره کولو لپاره یې کارولې.
په عربو کې لس ډول نکاحګانې دود وې، چې ډېری یې له فطرت سره سمون نه خوړ؛ خو جاهلو عربانو د خپلو ګټو لپاره رواج کړې وې. لنډه دا چې د جاهلیت پر مهال د ښځمنو حقونه له پښو لاندې شوي وو، هیچا هم د قدر په سترګه نه ورته کتل.
همداشان قومي جګړې وې، چې تر کلونو کلونو پورې به جاري وې، لکه د فجار جګړې، چې د قریشو او کنانه او د قیس اعلان ترمنځ جاري وې. همداراز د اوس او خزرج ترمنځ د «بعاث» جنګونه چې یو سل شل کاله روان وو. بېځایه انسانان په کې وژل کېدل، ماشومان په کې یتیمانېدل، میرمنې کونډېدلې او مېندې بورېلدې. شهید او شهادت یې نه درلودل. تش قومي تعصبونه وو، چې انسانان يې پوپناه کول.
همدارنګه نړۍ کې خصوصاً په عربو کې قمار عام دود و، تر دې چې په قمار کې به یې ښځینه هم بایللې. یعنی په قیمار او جواري کې به جوارګر پوروړي شول، له پيسو به خلاص شول، نو ښځينه یې په پور کې ورکولې. او دې ته ورته په نړۍ کې سود هم عام دستور و، چې په سود کې به یې مال بایلود نو د قمار غوندې له مال، شتمني او زمکې به خلاص شو. بیا به یې ښځینه په کې ورکولې.
د نړۍ د پاچاهانو او زورواکانو دا حال وو چې کمزوری یې خپل تعظیم او درناوي ته اړ وېستل، یعنی کمزورو به سجدې ورته کولې او د خپلو مالونو څخه یې هغوی ته سترې سترې برخې ورکولې، چې پاچاهانو به هغه خپل حقه حقوق ګڼل.
د نړۍ په هر ګوټ کې خلکو الهي عبادت پرېښی و، د بوتانو او نورو هغو څيزونو عبادت یې کولو چې ورڅخه وېرېدل. عربو په بیت الله شریف کې درې سوه شپيته بوتان درولي وو. او د هغه درنښت او تعظیم یې کولو. د یهودو او نصاراو دینونه (یهودیت او نصرانیت) هم په بوت پرستۍ اوښتی و، بودایت او مجوسیت هم د بوت لمانځنې او اور لمانځنې شکل غوره کړی و. د مصر وګړو د نیل سیند ته درناوی کاو، چې ان د فاروق اعظم رضی الله عنه تر خلافته جاري و.
سواد (لیک او لوست) هم له نړۍ کډه کړې وه، په هر ځای کې ډېر لږ وګړي د لیک لوست له نعمته برخمن وو.
هو! الله عزوجل د دې تیارو، ناخوالو، نارواوو او ظلمونو د ختمولو لپاره نړۍ ته لارښود راولېږه، هغه لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم و. ستر لارښود د (۵۷۰ ز) د ربیع الاول میاشتې په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د سپېده چاود پر مهال د عبدالله او آمنې زوی، د عبدالمطلب کره وزېږېده. نیکه یې عبدالمطلب «محمد» نوم ورباندې کېښود. د بیت الله طواف یې پرې وکړ، وروسته یې د مکه والو له دود سره سم د بنو سعد قبیلې حلیمې سعدیې رضی الله عنها ته د شیدو ورکولو لپاره ورکړ، چې د وروستۍ زمانې د پېغمبر له برکته د هغې کور له برکتونو ډک شو، چې وزې، مېږې او اوښې یې په شیدو راغلې، رحمة للعلمین نبي د رضاعي مور د یو تي شېدې رودلې او د بل یې خپل رضاعي ورور ته پرېښودلې؛ ځکه نوموړی له کوچنیوالي د عدل، انصاف، مساوات او برابروالي عملي نمونه او اسوه و.
د بشر لارښود د نورو ماشومانو برعکس ژر ژر لویېده، چې د دوو کلو شو، رضاعي مور یې خپلې مور ته وروړ؛ خو مکه مکرمه کې د وبا له امله هغه بیرته حلیمې له ځان سره یووړ، په څلور کلنۍ کې یې بیا د شق الصدر له امله مور ته وروسپاره، تر دوو کلونو پورې له بي بي آمنې سره و، له هغې سره مدینې منورې ته د ده د پلار عبدالله د زیارت لپاره لاړ؛ خو د بېرته راستنېدا پر مهال یې مور په ابوآء کې وفات شوه او یتیم له ام ایمن سره مکې ته راستون شو، نیکه یې پالنه کوله؛ خو د ده د عمر په اته کلنۍ کې یې نیکه هم له نړۍ سترګې پټې کړې او پالنه یې د تره ابو طالب په اوږو پرېوتله.
د بشر لارښود د نیکه له مړینې وروسته د مکه والو مېږې وزې په څو قیراطه پوولې، په دولس کلنۍ کې له تره ابو طالب سره شام ته په سوداګریز سفر لاړ، چې د یو عیسايي راهب په وینا له نیمايي لارې بیرته مکې ته راوګرځېده، وروسته یې بیا د خدیجې رضی الله عنها مال شام ته د سوداګرۍ لپاره یووړ، ښه ګټه یې په کې وکړه.
خدیجې ته د هغې غلام میسره د ده په اړه ښې خاطرې بیان کړې، نو هغې د نکاح پیغام ورولېږه، چې ده قبول او ابوطالب یې د نکاح د عقد لپاره واستولو او عقد وشو په دې مهال د محمد صلی الله علیه وسلم عمر (۲۵) کاله او د هغې عمر (۴۰) کاله و. ټول اولاد یې له خدیجې رضی الله عنها څخه و. د ده د عمر په (۳۵) کلنۍ کې قریشو د بیت الله د بیا ودانولو تکل وکړ، د حجر اسود اېښودلو په سر یې اختلاف تر منځه راغی، چې د الصادق الامین د حکیمانه پرېکړې په اساس هوار شو.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به په حراء غار کې عبادت کولو، عمر يې چې څلوېښت کاله شو، په حراء غار کې یې د الله جل جلاله عبادت کولو چې جبرائیل علیه السلام ورته راغی، د علق سورت لومړني پنځه ایاتونه یې پرې ولوستل. او یاد ایاتونه هم په اقرأ سره پیل شوي، د قلم او علم یادونه په کې شوې ده. کور ته راغی خدیجې ته یې حال ووایه هغې د خپل تره زوی ورقه بن نوقل ته وروست. هغه ورته وویل: ته د وروستۍ زمانې نبي او رسول یې! کاش زه هغه مهال ژوندی وای چې مکه وال تا له مکې باسي!! نو ده ورته وویل: ایا ما به له خپل کور کلی باسي؟
په رسول الله صلی الله علیه وسلم خدیجې رضی الله عنها، ابوبکر صدیق رضی الله عنه، علي کرم الله جهه، ام ایمن رضی الله عنها او زید بن حارثه رضی الله عنه ایمان راوړ. درې کاله یې پټه بلنه وکړه او بیا یې ښکاره دعوت پیل کړ، چې د مکې د مشرکانو له سخت غبرګون سره مخامخ شو او مسلمانان یې په خورا سختو عذابونو تعذیب کړل. چې د بعثت په پنځم کال ځينې مسلمانانو حبشې ته هجرت وکړ، همدارنګه د مکې مشرکانو له بنو هاشمو (د رسول الله کورنۍ) سره پرېکون وکړ او د ابوطالب په شعب کې یې کلابند کړل، وروسته هغه تړون د مکې د ځوانانو له خوا له منځه یوړل شو او کلابندي پای ته ورسېده.
د بعثت په لسم کال ابو طالب او خدیجه رضی الله عنها وفات شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر خپه شو او ياد کال یې په عام الحزن (د غم کال) ونوماو، له دې وروسته د طائف وګړیو ته د دعوت لپاره ورغی؛ خو له بده مرغه د ښه استقبال پر ځای یې د کلي لوپر پسې ولېږل، هغو په کاڼو وويشت د سر وینې یې په پڼو کې ډنډ شوې. اما رحمة للعلمین د ښېرا پر ځای ویل: «اللهم اهد قومي فانهم لا یعلمون» اې الله! زما قوم ته لارښوونه وکړې، هغوی نه پوهیږي!
د بعثت په یوولسم کال د یثرب (مدینې منورې) وګړي په اسلام مشرف شول، له هغوی سره تړونونه وشول، چې په اساس یې مسلمانانو او رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته هجرت وروکړ او د یوه حکومت بنسټ یې کېښودل شو. چې بیا د هغه په مټ د اسلام رڼا ختیځ او لویدیځ، فارس او روم ته ورسېده او هغه دواړه سترې امپراتورۍ رانسکورې شوې. او (بیت الله) د بوتانو له نجاسته پاک شو.
له هجرته وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو او مهاجرینو ترمنځ د ورورلۍ تړون وکړ، د خارجي دښمنانو پر ضد یې د مدینې له یهودیانو سره تړون وکړ؛ خو خائن يهوديان په خپل تړون ونه درېدل او هغه تړون یې مات کړ.
د مکې مشرکانو هم تل د مسلمانانو خلاف دسیسې جوړولې؛ خو مسلمانان به هم تل بېدار وو، او د هغوی د دسیسو ځواب به یې ورکولو، د هجرت په دوهم د رمضان میاشت کې د بدر ستره غزا پېښه شوه اويا مشرکان قتل او اویا بندیان شول، مسلمانانو ډېر غنیتمونه ونیول او د کفر ملا یې ماته کړه. د بدر له سترې غزا نه پس د هجرت په دریم کال د احد غزا پېښه شوه؛ خو د مسلمانانو د لږې تېروتنې له امله مسلمانانو لومړي سر کې ماتې وخوړه، وروسته یې مشرکان تر حمرآء الاسد پورې تعقیب کړل چې د مسلمانانو د تعقیب او د کفارو تېښته، سیرتپوهانو د حمرآء الاسد غزا په نوم یاده کړې ده.
مشرکانو د مسلمانانو د ورکولو لپاره تل هڅه کوله، نو د مکې قریشو، د مدینې یهودیانو، منافقانو او غطفانیانو په ملتیا په مدینه یرغل وکړ اما مسلمانانو د نوي تاکتیک (د مدینې دریو لوریو ته د خندق ویستلو پر مټ) احزاب مات کړل، چې نامراده خپلو سیمو ته وتښتېدل، د هجرت په شپږم کال د حدیبې سوله له مکه والو سره وشوه، چې له ډېرو سختو شرایطو سره سره مسلمانانو ومنله، په پایله رسول الله صلی الله علیه وسلم د نړۍ او سیمې واکمنانو ته بلنلیکونه ولېږل، چې د اسلامي دعوت بلنه د پاچاهانو تر دربارو ورسېده.
همداراز د یهودیانو له بنو قینقاع، بنو نضیر او بنو قریظه سره جهادونه وشول، مدینه د هغوی له نجاسته پاکه شوه او وروسته د دوی ټاتوبي خیبر ته مسلمانان ورغلل. د هغوی کلاګانې يو په بل پسې فتح شوې او خیبر یې له ولکې ووت. همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم د رومیانو د غوږ تاوولو لپاره تر تبوک پورې ولاړ او مؤته ته يې د رومیانو د ټکولو لپاره صحابه کرام ولېږل. د اسلام بلنه په هر ډول تر شرقي او غربي کافرانو پورې ورسېده.
د هجرت په اتم کال د رمضان میاشت رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیت الله د فتح کولو په موخه مکې مکرمې ته روان شو، لس زریز لښکر ورسره و، مکه یې فتح او مشرکانو ته یې عامه بښنه وکړه. له دې وروسته د حنین، طایف او هوازان غزاګانې وشوې، مشرکان یې مات او پرېمانه غنیمتونه یې ترې ونیول.
وروستی حج یې وکړ، په عرفات او منی کې یې مسلمانانو ته ویناوې وکړې، د هجرت په یوولسم کال د ربیع الاول په ۱۲ مه نېټه د رسالت لمر ولوېد. مسلمانانو ته یې قرآن او حدیث د قانون په توګه پرېښودل.
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*