تازه خبرونه
Home / سلایډر / د تاریخ يوه پاڼه غازي عبدالله خان اڅکزی

د تاریخ يوه پاڼه غازي عبدالله خان اڅکزی

زمونږ په هېواد کې داسې غازیان او توریالي شته چې د هېواد او د هېوادوالو د ساتلو لپاره يې ډېر خدمتونه کړي او شهيدان شوي، يو له دغو څخه هم غازي عبدالله خان اڅکزی و.
د بارکزیو په لوی ټبر کي غازي عبدالله خان اڅکزی د حاجي سربلند خان زوی او د عرض خان بیګ زوی و، عرض خان بیګ د احمدشاه بابا لومړی وزیر و، چې ډېرې سیمې يې له لاس لاندې وې. د کوټې او چمن تر منځ د کوږک غره د لمنې په یوه اباد کلي، چې نوم یې (کله) ده او د یو بل روایت له مخې قلعه عبدالله نومیږي، زېږېدلی دی. وروسته همدغه کلی دده په نامه یاد شوی.
عبدالله خان له کوچینوالی څخه ځيرک او هوښيار و. يو روایت دی، چې: د دوی یو خپل (سید برت) له کندهار څخه کوږک ته راغی، د ده يو عادت و چې ماشومان يې په خپل څنګ کې نه پرېښودل، نو يو ورځ د غر سر ته غازي ورووښت نو له خپل ځان سره يې کېناو. د کلي خلکو ترې وپوښتل، چې نور ماشومان نه پرېږدي او دی دې پرېښي، نو سید برت خان ورته وويل: د ده سترګې د غازي دي.
د احمد شا بابا د غزاگانو په وخت کې له دې ټبر څخه ډیرو نومیالیو گډون کړی وو. غازي عبدالله خان اڅکزی د افغان او انگریز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲) کې ډېرې سرښندنی کړې. کله چې انګریزانو زمونږ په هېواد یرغل وکړ او شاه شجاع يې د دوهم ځل لپاره په تخت کېناو، نو په هېوادوالو يې ډول ډول ظلمونه پيل کړل، د پوځي لګښتونو زیاتوالی، د هېواد د عوایدو کموالی، د نرخونو لوړوالی او نور ډېر د دې لامل شول، چې يو لوی ملي پاڅون ته يې لاره هواره کړه. په دې ملي پاڅون کې له غلجيو، زرمتو، خوګياڼو، کوهدامن او کوهستانه خلک راټول شول. د نواب باغ په کوڅه کې د عبدالله خان اڅکزي په کور کې د یرغل پلان جوړ شو او یوه دولس کسیزه شورا جوړه شوه چې په هغې کې نواب زمان خان د ریس او امین الله خان لوګری د مرستیال په توګه وټاکل شو.
ملي مبارزینو په خپلو منځو کې په قرآنکریم لوړه وکړه چې انگریزان به له خپلې خاورې شړي. غازی عبدالله خان دا سمه وګڼله، چې تر څو ښکاره پلمه پیدا نه شي پر انگریزانو به برید نه کوي. دا په اصل کې يو تکتيکي حرکت وو . هغه وو چې څو ورځې وروسته د (۱۲۲۰ هـ ش د لړم په ۱۱ مه چې د ۱۸۴۱ ز د نومبر له ۲ مې او د روژې د ۱۷ نېټې) له خپل پلان سره سم يې د برنس په کور یرغل وکړ او د کور ټول ساتونکي يې ورووژل. کله چې د کابل اوسېدونکي خبر شول، نو له کورونو او دوکانونو راووتل او د مجاهدینو مرستې ته یې ورودانگل. برنس یې په داسې حال کې چې په حمام کې له دریو ښځو سره وو، له حمامه راویوست او ټوک ټوک یې کړ او کور يې ټول چور کړ. ورپسې د نورو افسرانو او پوځي مشرانو وار شو، هغوی یې هم ووژل او ځينې یې عسکري چوڼيو ته پناه يوړه.
کله چې غازیانو پر کابل کې د برنس، افسرانو او د دوی نور عسکر ورووژل، نو له هغې وروسته غازي عبدالله خان اڅکزي او امین الله خان لوګري له لس زره کسیز لښکر سره د انګریزي سفیر (مکناټن) په کلا، بالاحصار او بي بي مهرو په سیمه کې پر انګریزانو برید وکړ، چې د انګریزانو له ۱۶۵۰۰ شپاړس نیم زره پوځ څخه یو تن (ډاکټر برايډن) په نیم ژواندي حالت کې جلال اباد ته ورسېد. په دغه جګړه کې د اتل عبدالله خان اڅکزي دوه زامن او یوه وراره شهیدان شول او دی پخپله ټپي شو، چې وروسته د ټپ له امله په شهادت ورسېد او د ریشخور په سره کلا کې خاورو ته وسپارل شو.
د دې ستر غازي او د ده د ورور (ګلستان اڅکزی) په نوم په لر او بر دواړه کې ډېر ځایونه، بازارونه او د زده کړو ځایونه شته. او د ده لمسیان اوس د هغې سیمې چې دی پکې زېږېدلی، د سیوري نومي په کاریزه کي اوسیږي او بعضې نور د کندهار په خاکریز کې مېشت دي.
روح دې ښاد
ياد دې تل وي

ملګرو په دې خاوره کې غيرت پروت دی د تاريخونو يو پياوړی شخصيت پروت دی
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*