تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / د کبر جام

د کبر جام

څومره چې د جامونو ډولونه ډير دي هغسې یې نشې هم مختلفې او بیلابلې وي.
د ظلم جام، د دولت جام، د اقتدار جام، د وسلو او د سړو د ملاتړ جام، په خوارانو او غریبانو د تمسخر جام، د پردو د غلامۍ جام او … دا هر جام خپله نشه لري او خپله تماشه، خو د دې ټولو نشه هله دوه چنده او یا څو چنده شي، چې کله ورسره د کبر جام هم پر سر واړول شي. کبر، د یو قدسي مبارک حدیث د مفهوم له مخې د خدای جل جلاله څادر دی، چا چې کبر وکړ، ګویا هغه د خدای جل جلاله څادر ته لاس واچاو او چا چې دا کار وکړ، هغه به الله جل جلاله خامخا خوار او ذلیلوي.
کبر څه ته ویل کيږي؟ کبر خلکو ته په سپکه کتل او د حق لاندې کولو ته وايي. کبرجن داسې فکر کوي چې نور خلک له یو جنسه او دی له بل جنسه پيدا دی. نور خلک د ده خدمت ته پيدا دي او نوموړی یې بادارۍ ته. که په نور چا د شین آسمان تندر راولوېد. باک یې نشته؛ خو د ده په مبارکه پښه کې دې اغزی نه ځي. نور بنده ګان د خوښۍ او خوشحالۍ حق نلري بې روحه بوتان دي، خوښي ټوله د ده میراث وي.
کبرجن که بل وژني، نو دا هم نشي زغملای چې مقتول دې لتې ووهي؛ ځکه چې دا کار د هغه په نشه کې (خار) وهي. د کبر خاوندان ورو ورو د ټول جهان د نفې او د خپل ځان د اثبات په لوري حرکت کوي. بیا داسې وخت راشي، چې فرعونیت ته ورسیږي. د فرعون خو څه لکۍ نه وه شوې؛ خو همدا یې کول چې خلکو ته یې ویل: «انا ربکم الاعلی» هغه د خدايي دعوه وکړه او بیا یې نو هر هغه څه حق ګڼل چې پخپل مزاج یې برابر او هر هغه څه یې باطل ګڼل، چې د هغه له پامه بد وو.
خو د کبر جام تل نسکور وي او چې نسکور شي، نو هله د کبر خاوند پوه شي چې د شګو دیوال ته یې تکیه کړې وه. هغه د انساني طاقت محدوده کې په ورکړ شوي توان دومره غر و، چې خپل انساني ضعف او کمزوري یې له یوې مخې هیره کړې وه، دا یې له ياده وتې وه، چې يو قهار او جبار ذات شته چې ظالمانو ته مهلت ورکوي؛ خو دا د اهمال په معنی نه وي. د منتقم ذات یوه څپيړه د کبر ټوله نشه د کبرجن له سره وباسي یو ناڅاپه د فرعونیت له برج نه راکوز او د عادي انسانانو په ډله کې ودریږي. بلکې د نورو عامو خلکو په نسبت یې د صبر او زغم توان ډېر لږ او کمزوری وي. نه پوهیږي چې د مصیبت په وخت کې چا ته رجوع وکړي؛ خکه چې هغه تل د کبر جام ته مخ اړولی و. نن هغه جام نسکور ویني، د صبر په مفهوم نه پوهیږي او نه یې په بدل کې د کوم اجر او ثواب تمه لري. چغې او نارې یې يوه دنیا په سر راواخلي؛ خو هغه ورځې یې هیرې وې، چې ده به له معصومو او بېګناه ماشومانو د پلار سیوری لرې کړ، د بوډا پلار او بورې مور اسرې به یې خاورې کړې، خویندې به یې د ورور په غم کې کېنولې او پردۍ تورسرې به یې سرتورې کړې. هغه خاورې ایرې یې هیرې دي، چې د ده د کبر ښکار شوو مات وهلو پر سرونو باد کړي وي. د نورو ټپونه یې له ياده وتي او بس دا خپل هغه ورته ټپ ښکاري.
د کبر له نیلې راپرېوتې جنابان د خپل مصیبت د اسبابو د لټولو لپاره د خپلو اعمالو دفتر نه پرانیزي او دا نه مني چې ګنې دا یې د خپل عمل هینداره ده. چې ورته مخکې کېښودل شوه، بلکې په دنیاوي عواملو پسې ګرځي چې که داسې نه وای شوي نو دغسې به نه کېدل او د کبر جام به مو نه نسکورېده، حال دا چې د مؤمن بنده حال بل شان وي، مؤمن پر نعمت شکر او پر مصیبت صبر کوي او په دې دواړو کې ورته د جنت زیری سترګکونه وهي.
چا چې یو ځل د کبر جام پورته کړی او نشه یې سر ته ختلې وي، هغه ته نصیحت کول داسې دی لکه سنډا ته چې رباب وهې؛ خو چې دا دومره یې اورېدلي وي، نو دا دې هم واوري، چې د کبر انجام تل بد وي او علاج یې د لایزال خدای جل جلاله په دربار کې له سر ټيټولو نه پرته په بل هیڅ ځای او هیڅ شي کې نشته.
شهید ډاکټر ذبیح الله «شرر» ــ ۱۳۷۵

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*