تازه خبرونه
Home / تازه خبر / جلال اباد کې د یوه افسر په ګډون ۵ پولیس وژل شوي

جلال اباد کې د یوه افسر په ګډون ۵ پولیس وژل شوي

طالبان ادعا کوي، چې: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو یو تن مهم قوماندان وژل شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار رسنیو ته وویل، چې: د جلال اباد ښار اړوند جندرما پول سره نژدې سیمه کې د پولیسو په یوه مهم افسر (یارمحمد) چې په امنیه قومندانۍ کې یې د تحقیقاتو په څانګه کې دنده لرله،  طالبانو پرې ناڅاپي برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې یاد قوماندان ځای په ځای ووژل شو.
مجاهد همدا راز خبر ورکړی چې له نښتې وروسته سیمې ته نور عسکر هم راغلل چې د ښخ شوي ماین په مټ ورباندي تکتیکي چاودنه ترسره شوه.
نوموړی وایي: په دغه چاودنه کې رینجر په ټولیزه توګه له منځه لاړ او ۴ تنه پولیس ووژل شول.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د یاد قوماندان وژنه تاﺉید کړې، خو د عسکرو د وژنې په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.
بل لور ته طالبانو هم نه ده روښانه کړې چې برید کې دوی ته کوم زیان اوښتی او که نه؟
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*