تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کورنیو چارو وزارت په دوو میاشتو کې له غیرمسؤلو وسلوالو وسلې راټولوي

کورنیو چارو وزارت په دوو میاشتو کې له غیرمسؤلو وسلوالو وسلې راټولوي

د کورنیو چارو وزارت مسؤلین وایي: د یو ځانګړي پلان له مخې به په دوو میاشتو کې له غیر مسؤلو وسلوالو د وسلو او اسلحو د راټولولو پروګرام پلي شي.
د یاد وزارت سرپرست ویس احمد برمک پرون د ولسي جرګې د غړیو (وکیلانو) د پوښتنو په ځواب کې وویل: له امنیت شورا سره په همغږۍ له غیرمسؤلو وسله والو د وسلو راټولولو پلان وروستی شوی، چې له ارزونې وروسته به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پلی شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې له شمالي، ختیځو او جنوبي ولایتونو وروسته په لازمین کابل کې هم د غیرمسؤلو وسله والو د موجودیت په اړه د ولسي خلکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
ویل کیږي، چې: د غیرمسؤلو وسله والو موجودیت په هېواد کې د نا امنیو زیاتېدو یو له سترو لاملونو څخه ګڼل کېږي او دغه وسله وال په هر ځای کې په خلاص مټ فعالیتونه کوي؛ خو چارواکو هر وخت ژمنې کړې، چې د ډایاګ پروګرام له مخې به له غیر مسؤلو وسلوالو ټولې سپکې او درنې وسلې راټولې کړي؛ اما تر اوسه دا کار نه دی ترسره شوی.
باید وویل شي، چې دې وروستیو کې د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمیسیون رئیس هاشم الکوزي ادعا کړې وه، چې اوس مهال یوازې په کابل کې ۴۵ زره غیرمسؤل وسله وال موجود دي، چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم په خپلسرې توګه وسلوال فعالیتونه ترسره کوي او خلک یې په رڼا ورځ یوازې تماشه کوي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*