تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د داعشيانو مرسته او ټيکری په سر اچول

د داعشيانو مرسته او ټيکری په سر اچول

ولسمشر اشرف غنی تېره ورځ له داعش سره د چارواکو د ملاتړ په تورو سپينو کې يوه دا خبره هم له خولې ووېسته چې که څوک پر کوم سرکاري سړي له داعش سره د مرستې کوم ثبوت لري نو را دې شي اړوندو عدالتي ادارو ته دې خپل دلايل وړاندې کړي او که بيا يې خپله خبره ثابته نه کړی شوه نو بيا خو داسې خلک بايد چې د ښځو ټيکري په سر واچوي. د ولسمشر دې وينا دوه بحثونه راوپارول.
لومړی دا چې ايا د حکومت له خوا له داعش سره د مرستې خبره چور لټه دروغ او کنه په دې هکله خلکو څه نښې نښانې ليدلې او لږو ډېر شک يې اخيستی دی. که په لنډو ووايو نو داسې ښکاری چې د خلکو دا ګومان ډېر بې ځايه هم نه دی. التبه دا نو ګرانه ده چې اوس څوک داسې را پيدا شي چې خپل ځان وزګار او محکمې ته له اسنادو سره ورشي. بيا هم ځينې پېښې خلکو د سر په سترګو ليدلې او پوهېدلي چې نه يوازې د حکومت امنيتي مسؤلين بلکې بهرنيان هم په خورا ماهرانه انداز د داعش ننګه کوي. يا به دا خبره لږ نوره هم داسې اصلاح کړو چې بهرنيان په تېره امريکايي ځواکونه ان د جګړې په ميدان کې هم د داعش مرسته کوي او له همدې کبله افغان چارواکي هم ځان اړ بولي چې هماغه تګلاره تعقيب کړي. د مثال په ډول هر کله چې داعشيان او طالبان خپلو کې سره په جګړه وي نو امريکايي الوتکې راځي او يوازې پر طالبانو بمبارۍ کوي. دا ډول پېښې په ننګرهار کې زرګونو خلکو ته د لمر په شان څرګندې دي.
دويم دا چې د داعش راډيو تل فعاله وي او په منظم ډول خپرونو ته دوام ورکوي. له دې هم څرګنديږي چې حکومت او بهرني دوستان يې د خاصو دلايلو پر اساس لېواله دي څو د داعش دعوت او جلب و جذب همداسې جاري پاتې وي. خو بل لور ته بيا ډېری خلک فکر کوي چې که طالبان هم دا ډول راډيو فعاله کړي، ډېر ژر به له منځه يوړل شي. نو دا هم يو دليل دی چې له داعش سره د حکومت ملګرتيا تأييدوي.
بل دليل دا دی چې طالبان د حکومت اصلي او لوی سيالان دي نو د حکومت لپاره د حکمت تقاضا هم دا ده چې بايد تر مناسبه وخته د طالبانو په مقابل کې د داعش مرسته وکړي څو په دې توګه د طالبانو زور اوبه او پر حکومت يې فشار را کم شي. کنه په دې خو هر څوک ډېر ښه پوهيږي چې سرکاري چارواکي او بهرني حاميان يې پرته له شکه چې هم د طالبانو ډېر کلک دښمنان دي او هم د داعشيانو. سربېره پر دې له يو بل درکه هم خلکو ته دا شک پيدا شوی او هغه دا چې کله حکومت ته کوم طالب وسلوال په لاس ورشي نو د لس- پنځلسو يا شلو کلونو د قيد سزا پرې خېژوي خو که همداسې يوه قضيه کې څوک داعشی را ګير شي نو د کال يا دوو سزا ور اورول کيږي. په دې حساب نو خلک هم ډېر ګرم نه دي چې هر لور ته له داعش سره د امريکايانو او افغان حکومت د ملګرتيا خبرې کوي.
پاتې شوه د ټيکري په سر اچولو موضوع نو دلته موږ هم نه پوهيږو چې که پر چارواکو دغه تور ثابت شي نو دوی به هم ټيکری اغوندي او که نه يوازې هغو عوامو ته به ور اغوستل کيږي څوک چې په ښکاره له داعش سره د ملګرتيا نښې نښانې ويني. خو دې ته مو پام وي چې د نوي وارد شوي کلتور له مخې د نارينه ؤ لپاره د ټيکري او چادري اغوستل هیڅ کوم شرم او پېغور نه دی. لکه چې د همدې نظر د ترويج لپاره وار له مخې لا يو شمېر ځوانانو هلې ځلې پيل کړې او کله کله په ډله ايزه توګه هم چادري په سر اچوي او د کابل واټونو کې چکرې وهي. ځکه خو اوس د ولسمشر له خوا په دې ډول د ټيکري يادښټ د دوی غوسه را پارولې او د ښځو د توهين مانا يې ترې اخيستې. خو تر دوی ور هاخوا عام افغان ولس چې دا مهال په رسنيو کې چندان د انسانانو په سترګه هم لا نه ورته کتل کيږي، ګرد سره پر دې باور دي چې نارينه او ښځينه که څه هم دواړه آدمزاد او د الله تعالی په اشرف المخلوقاتو کې راځي خو هم زموږ د مذهب او هم له فطري پلوه دواړو ته جلا جلا انداز، خپله خپله جامه او ځانګړی استعداد او مسؤليت ورکړی شوی دی، دا دومره پاخه اصول دي چې له سره يې څوک بدلولی نه شي او که بيا هم څوک په وچه ناړامي د دې فطرت د تبديلي هڅې کوي نو بې له شکه چې هم خپله معاشره له سل ګونو بدمرغيو ډکوي او هم افرادو ته زښته ډېرې ستونزې جوړوي.
همدا وجه ده چې د اسلام د سپېڅلي دين په لارښوونو کې هم له نارينه ؤ سره پر مشابهت کونکو ښځو لعنت ويل شوی او هم له ښځو سره پر مشابهت کونکو نارينه ؤ. مانا دا چې د انساني کتلې دواړه جنسونه هر يو پر خپل خپل ځای محترم او د قدر وړ دي خو دوی به هم هر يو پر خپل ځای دريږي او د خپل مقام د بدلولو هڅه به نه کوي. نو که بيا هم څوک داسې غير فطري چارو ته لاس کړي، که نارينه وي نارينتوب يې ناقص دی او که ښځه د نارينه ؤ پېښې کوي ښځمنتوب يې نيمګړی دی.
په دې اساس د ولسمشر د دې محاورې مطلب همدا دی. اوس نو که ښاغلی غني په رښتيا سره د همدې افغان ملت استازی او ولسمشر وي، بايد همېشه پر دې نظر ټينګ پاتې شي او که يوازې د څو فطرت بدلونکو فعالينو استازی وي بيا دې نو همداسې بښنې ترې غواړي او عذرونه دې کوي.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*