تازه خبرونه
Home / تازه خبر / چین غواړي له افغانستان او پاکستان سره دری اړخیزه غونډه جوړه کړي

چین غواړي له افغانستان او پاکستان سره دری اړخیزه غونډه جوړه کړي

چین غواړي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتي استازیو په ګډون د روانو حالاتو د قابو او سولې او ثبات په اړه د خبرو له پاره یوه دری اړخیزه غونډه جوړه کړي.
دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د د چین ځانګړي استازي دینګ شيجون له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې د یوې کتنې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې: هېواد یې له افغانستان سره لا زیاتو اړیکو او همکاریو ته لیواله دی.
د دغې کتنې په پیل کې د چین ځانګړي استازي د خپل هېواد د ولسمشر له لوري ولسمشر محمد اشرف غني ته د شانګهاي همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه او وروسته یې وویل: هېواد یې په پام کې لري چې د سیمې، سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه دری اړخیزه غونډه (چین، افغانستان او پاکستان) جوړه کړي او هیله ده چې افغانستان په هغه کې ګډون وکړي.
دواړو لوریو همداراز په دغه کتنه کې د سیمې د اتصال، اقتصادي او انکشافي پروژو او د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تامین په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
بل لور ته ولسمشر غني د چین له لوري د دری اړخیزې غونډې جوړول د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې افغانستان به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
که څه هم پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو روښانه دې وي، چې له دې وړاندې هم افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څو ځله څلور اړخیزې ناستې جوړې کړې، چې تر ډیره یې کومه معلومه نتیجه نه ده ورکړې.
خو سیاسیون او د نظر خاوندان بیا د یادو ناستو پایلو ته هیله مند دي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*