تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ولسي جرګې یوولسو وزیرانو ته د تائید رایه ورکړه

ولسي جرګې یوولسو وزیرانو ته د تائید رایه ورکړه

د ولسي جرګې له ډيرو غوښتنو وروسته پرون دوولس تنه وزیران د تائید رايې اخیستلو له پاره یادې جرګې ته ورمعرفي شول، چې له یوې میرمنې پرته نورو ټولو یوولس تنو وزیرانو د تائید رایه ترلاسه کړه.
د ولسي جرګې د تیرې ورځې په غونډه کې ۲۲۵ حاضرو وکیلانو هر وزیر ته د تائید او رد رایه وکاروله، چې له ډلې یې د کانونو او پطرولیم وزارت نومانده نرګس نهان ناکامه شوه؛ خو پاتې وزیران بریالي شول.
د جرګې په غونډه کې ویس احمد برمک د تائید ۱۷۳ رایې ترلاسه کړې او د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.
ګل ‌آغا شیرزي د تائید ۱۵۸ رایې ترلاسه کړې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وټاکل شو.
یما یاري د تائید ۱۵۶ رایې ترلاسه او د فواید عامې وزیر وټاکل شو.
مصطفی مستور د تائید ۱۵۵ رایې ترلاسه او د اقتصاد وزیر وټاکل شو.
حمید طهماسي د تائید ۱۴۹ رایې ترلاسه او د افغانستان د ترانسپورت وزیر وټاکل شو.
نصیر احمد دُراني د تائید ۱۴۴ رایې ترلاسه او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وټاکل شو.
طارق شاه بهرامي د تائید ۱۴۱ رایې ترلاسه او د دفاع وزیر وټاکل شو.
مجیب‌ الرحمان کریمي د تائید ۱۲۹ رایې ترلاسه او د کلیو او پراخیتا وزیر وټاکل شو.
فیض ‌الله ذکي د تائید ۱۲۶ رایې ترلاسه او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر وټاکل شو.
نجیب ‌الله عمري د تائید ۱۲۴ رایې ترلاسه او د لوړو زده‌ کړو وزیر وټاکل شو.
شهزادګل آریوبي د تائید ۱۱۵ رایې ترلاسه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وټاکل شو.
خو د کانونو او پطرولیم وزارت ته نومانده نرګس نهان یوازې ۱۰۷ تائیدي رایې ترلاسه کړې، چې: له امله یې ناکامه شوې؛ ځکه هغې باید ۱۱۳ تائیدي رایې ترلاسه کړې وای.
باید وویل شي، چې: ولسي جرګې د روانې اوونۍ له پیله د یادو نوماند وزیرانو پروګرامونه واورېدل او د دوشنبې په ورځ یې ورته صندوقونه کېښودل او رأیې یې ورکړې.
ارګ د ولسي جرګې د پریکړې هرکلی کړی. د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌ پال رسنیو ته وویل: مونږ د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلی کوو، چې اکثره کاندید وزیرانو ته ‌يې د اعتماد رأیه ورکړه.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*