تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ پروژو قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ پروژو قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمیسیون  په عمومي غونډه کې چې مشري یې ولسمشر غني کوله، د لسو سترو پروژو قراردادونه  منظور کړل.
دغه قراردادونه چې ټول ارزښت یې ۳،۶میلیاردو افغانیو ته رسیږي، لاندې پروژې پکې شاملې دي.
د ازبکستان د صادراتو او تولیداتو ادارې سره د روغتیا وزارت اړتیا وړ ۱۲۱ عراده امبولانسونو د پېرلو قرارداد؛
د دفاعي ځواکونو د دوو تنو د وژل شویو ورثې ته د یوې حویلۍ او یو اپارتمان تدارک؛
د کابل ښاروالۍ پروژو لپاره د ۲۹ زره مترمکعب اړتیا وړ قیر تدارک؛
د تخار مرکز تالقان کې د ۱۷۵ متره پل جوړول؛
د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ۲۲ قلمه میټربکس اجناسو قرارداد؛
د کابل هوتخېلو د پایو جوړولو فابریکې د برېښنایي تجهیزاتو فعالولو د تهیې قرارداد؛
د کابل ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټیشن قرارداد ورکړه؛ چې یو لړ شرطونو سره یوځای تائید شو.
د نغلو د اوبو برېښنا دستګاه د پرزو د اساسي ترمیم اضافه کاري؛
د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ته د ۱۵ عرادو پېرل؛
د چارو ادارې عمومي ریاست اړتیا وړ یو عراده موټر پېرل؛
همداراز په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د محروقاتي قرادادونو تعدیل په یو لړ شرایطو او مشخصو لارښوونوسره تائید شو؛ خو د اسان خدمت اول مرکز ادارې ودانۍ پیشنهادي قرارداد د ساحې د مجدد تشخیص او په راتلونکي کې د متوقع تغیراتو په خاطر منظور نه شو او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې لپاره د یوې ودانۍ د کرایه کولو قرارداد، د مرکزي احصائیې ادارې له لورې د یو عرداه موټر تدارک او د فاریاب په میمنه ښارکې د اوبو رسولو شبکې جوړولو قراردادونه رد شول.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*