تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ننګرهار: محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار: محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت په يوې بې امنه ولسوالۍ (جاني خیلو) کې يو ځل بیا وسله والو طالبانو په سیمه ایزو پولیسو يا اربکیانو برید کړی او مرګ ژوبله یې وراړولې.

طالبان وايي: د منصوري عملیاتو په لړ کې يې تېره شپه د غني خیلو ولسوالۍ اړوند په ۲۷ ویاله کې د اربکیانو، (چې د سیمې اوسدیونکي هم ترې شکایتونه کوي او وايي: چې دوی ته ډول ډول ستونزې جوړوي) په پوسته برید کړی.
د خپرو شویو راپورونو په اساس: چې برید یې د اربکیانو د سپين پول نومي پوستې باندې ترسره کړی او پوسته یې ترې نېولې.

يو تن طالب وياند وايي: چې په برید کې یې له ډول ډول وسلو کار واخیست، چې په پایله کې ۵ تنه اربکیان وژل شوي او يو تن ژوبل شوی؛ خو پاتې نور يې له سیمې څخه تېښتې ته اړ شوي دي.
نوموړی وايي: د دوی له وژل کېدو وروسته یې له پوستې څخه ګڼ شمېر مهمات، لکه: راکیټ، پيکا ماشیندار، کلاشینکوفونه او يو شمېر لاسي بمونه هم وړي دي.
د ده په وینا په ياد برید کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*