تازه خبرونه
Home / تازه خبر / په فراه کې له درنې جګړې او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی

په فراه کې له درنې جګړې او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی

په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو عملیاتي قوه د وسله والو طالبانو له خوا له ډېرې درنې مرګ ژوبلې سره مخ شوې.
فراه هغه ولایت دی، چې هره ورځ پکې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو له خوا يو پر بل مخامخ بریدونه او نښتې رامنځ ته کيږي.
د راپورونو په اساس، چې: بریدونه تېره ورځ د ياد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو، په هغه علمیاتي قوه ترسره شول، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې نوموړې ولسوالۍ ته راغلې وه.
يو تن طالب وياند رسنیو ته ويلي: چې په يادې قوې په داسې حال کې برید وشو، چې د شیوان، کنسک، ګراني، ګنج اباد، خواجه خدر او کال قلعه سیمو کې یې د بهرنیو یرغلګرو د الوتکو په شتون کې امنیتي پوستې جوړولې.
نوموړی وايي: په يادو سیمو کې د خښ شویو ماینونو په اساس یې ماینونو ته هغه وخت چاودنه ورکړه، چې دوی د تګ په حال کې و، چې بیا یې مخاخ وسلوال بریدونه پرې هم ترسره کړل.

د طالب وياند په وینا: په بریدونو، چاودنو او نښتو کې یې ۳۵ تنه عسکر او کمانډویان ووژل او ۴۲ نور ډېر سخت ټپيان هم شول. او همداراز په بریدونو کې ۲ لوډر او ۹ ټانګونه په بشپړ ډول وران او ویجاړ شول.
نوموړی وايي: چې عسکرو او کمانډویانو له ماتې وروسته په ولسي خلکو ډزونه وکړل، چې ۲ تنه يې شهیدان او ۱۷ نور د ۶ ماشومانو په ګډون ټپيان شول. او همداراز ۷۰ کورونه یې ونړول او د خلکو کروندو ته یې اورونه واچول.
وسله وال طالبان مني، چې په جګړو کې د دوی ۱۱ تنه ټپيان شوي او ۱ تن وژل شوی هم دی.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*