تازه خبرونه
Home / تازه خبر / سعید قادري: په دریو کلونو کې به د چابهار بندر دوه نور فازونه هم فعال شي

سعید قادري: په دریو کلونو کې به د چابهار بندر دوه نور فازونه هم فعال شي

په جنوب کې د ایران کونسل خبر ورکوي، چې راتلونکو دریو کلونو کې به د چابهار بندر دوه نور فازونه هم فعال شي، چې ورسره به په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د ایران هیواد سرکونسل سيد سعید قادري، چې د کندهار والي زلمي ويسا سره یې د هغه د کار په دفتر کې ولیدل، ویې ویل، چې: ایران له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د زیاتوالي او ډيرولو په هڅه کې دی.
نوموړي د چابهار بندر د لومړي فاز د پرانیستلو په اړه وویل: د چابهار بندر د لومړي فاز په فعاله کېدو سره به د کاله اته ميلیونه ټنه سوداګریز توکي افغانستان ته صادر او وارد شي.
هغه څرګنده کړه، چې په راتلونکو دریو نورو کلونو کې به د ياد بندر دوه نور فازونه هم فعال شي، چې: ورسره به د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو کچه هم تر ۸۰ ميلیونو ټنو پورې ورسیږي.
بل لور ته د کندهار والي زلمي ویسا وویل: د چابهار بندر په فعاله کېدو سره به د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه په اسانۍ سره د نړۍ تر نورو هيوادونو پوري پر وخت ورسېږي او د افغانستان اقتصاد به ورسره ډېر پياوړی شي.
هغه همداراز د ایران له سرکونسل څخه غوښتنه وکړه، چې: د کندهار ځوانانو ته تحصيلي بورسونه ورکړي او په ایران هيواد کي د لوړو زده کړو زمينه ورته برابره کړي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*