تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ولسمشرغني له ازبکستاني سیال سره ګڼ تړونونه لاسلیک کړل.

ولسمشرغني له ازبکستاني سیال سره ګڼ تړونونه لاسلیک کړل.

ولسمشراشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال د یاد هیواد له ولسمشر سره ګڼ شمېر توافقنامې لاسلیک کړې.

ښاغلي غني د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې له ازبکستاني سیال شات میرزایف سره د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې افغانستان له ازبکستان سره په امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو برخو کې د پراخو اړیکو له لرلو سره ډېر ارزښت لري او د دوه ملتونو ترمنځ د همکاریو لا پیاوړتیا کولای شي د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه وي.

په دغه خبري کنفرانس کې د ازبکستان ولسمشر میرزایف له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې هغه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له بهیر ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې ازیکستان او افغانستان د مېلیونونو ډالرو په ارزښت هوکړه‎لیکونه لاسلیک کړل.

ولسمشر غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو په اړه وویل:«نن موږ ځینې هوکړې لاسلیک کړې چې د دوو هېوادونو ترمنځ یو حقوقي او دولت، دولت ته د همکاریو یو بشپړ چوکاټ رامنځته کوي.»

حکومتي سرچينې وایي چې دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې لکه په امنیتي، روغتیا، کرنې، ټرانزیټ، ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او داسي نورو کې د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۰ سندونه او ۴۰ تړونونه لاسلیک کړل.

په خبري غونډه کې ازبک ولسمشر میرزایف وویل چې هیواد به یې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې یوه بله کونسلګري هم پرانیزي.

د دواړه هیوادونو ترمنځ پردې هم هوکړه وشوه چې د لاسلیک شویو توافقاتو د پلي کولو په منظور یو ګډ کمېسیون رامنځته کړي.

ولسمشر غني د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره د ازبکستان له ملاتړه مننه وکړه او وې ویل چې ولسمشر میرزایف کولای شي د سیمه‎ییزو همکاریو سټه کېږدي.

اشرف غني وویل:«د افغانستان د خلکو او حکومت په استازولۍ ستاسو له بلنې او مېلمه پالنې څخه مننه کوم او د ارامه او سوکاله افغانستان له هیلې څخه مو هم مننه کوم. زه غواړم چې د ازبکستان خلکو او حکومت ته ډاډ ورکړم چې د افغانستان خلک او حکومت لېواله دي ترڅو په راتلونکې کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې ازبکستان د خپل یوه شریک په توګه ولري.»

د یادونې وړ ده چې ازبکستان ته د ولسمشرغني سفر او د دواړو هیوادونو ترمنځ شوي تړونونه کارپوهانو خورا مهم بللي او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان په ښه راتلونکې کې مثبت رول ولري.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*