تازه خبرونه
Home / تازه خبر / چارواکي: له کابل تر خوسته د وارداتي بریښنا تخنیکي چارې بشپړي شوې

چارواکي: له کابل تر خوسته د وارداتي بریښنا تخنیکي چارې بشپړي شوې

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلین وایي: له کابل ولایته تر خوست پورې د وارداتي بریښنا تخنیکي چارې بشپړې شوې او اوس مهال د یادې پروژې ارزونه دوام لري.
د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني پرون په کابل کې د یوې غونډې پر مهال چې د کابل والي یعقوب حیدري، د اوبو وزارت چارواکون او بریښنا شرکت استازیو پکې ګډون کړی وو، وویل: له کابل څخه تر خوست پورې د وارداتي برېښنا د کارونو د ارزولو، خنډونو د له منځه وړلو او د دغې پروژې د ژر تر ژره بشپړېدو پر لارو چارو د غور کولو په موخه یې له اړوندو ادارو او چارواکو سره کتلي او په دې اړه یوې نتیجې ته رسیدلي دي.
نوموړي وویل: ولسمشر د بریښنا وزارت او بریښنا شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه کړې، چې د وارداتي برېښنا پروژي له کارکوونکو سره لازمه مرسته او همکاري وکړي؛ څو له یادې ټولګټې پروژې څخه سمه څارنه وشي.
عثماني زیاته کړه: د یادي مهمي او بنسټیزي پروژي تخنیکي چاري بشپړې شوې او په ټول توان سره کار کوي چې د پروژي نیمګړي کارونه هم ترسره شي.
باید وویل شي، چې کابل ولایت څخه خوست ولایت پورې د وارداتي بریښنا پروژه له څه مودې راهیسې پیل شوې، چې اوس هم دوام لري؛ خو ولسي خلک په ځانګړې توګه د خوست ولسونه د دغې پروژې په ژر عملي کولو ټینګار کوي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*