تازه خبرونه
Home / تازه خبر / هوایي بریدونو کې د بهرنیانو په ګډون ۳۱ داعشیان وژل شوي

هوایي بریدونو کې د بهرنیانو په ګډون ۳۱ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار ولایت په هسکې مینې او اچین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو پر مهال د بهرنیانو په ګډون ګڼ شمیر داعش وسلوال وژل شوي دي.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي نن سهار خبریالانو ته وویل، چې: تیره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغزکڅونو او جانو خیلو کڅونو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي بریدونو له امله د دوو بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۶ غړي وژل شوي او یو شمیر نور یې ټپیان دي.
هغه وویل: پرون ټوله ورځ د داعشي وسلوالو په پټنځایونو بریدونو دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې د دوی زیات جنګي وسایل او وسلې له منځه یوړل شوې.
خوږیاڼي زیاته کړه، چې: پرون ورځ او بیګا شپه د اچین ولسوالۍ د مامند درې شین چوبي سیمه کې هم د داعش وسله والو پر مهمو پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او وسلې او مهمات یې تخریب شوي دي.
که څه هم د والي ویاند وویل، چې: په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړیو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو ولسي وګړي وايي، چې د هوايي بریدونو له امله لسګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*