تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د غزني په ګیلان، شلګر او ده یک ولسوالیو کې جګړې شوې

د غزني په ګیلان، شلګر او ده یک ولسوالیو کې جګړې شوې

د غزني په ګیلان، شلګر او ده یک ولسوالیو کې له جګړو او نښتو خبرونه ورکول شوي. دغه جګړې چې تیره ورځ د دولتي عسکرو او مسلحو طالبانو ترمنځ رامنځ ته شوې، په ترڅ کې یې ۱۲ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو رسنیو ته په لېږلو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې: تیره ورځ ماسپښين ۲ بجې د ګیلان ولسوالۍ اړوند چیرلي سیمه کې په پلي روانو عسکرو برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۲ عسکر ځای پر ځای ووژل شول. همداراز بیګا شپه ناوخته هم د یادې ولسوالۍ اړوند لطیف سیمه کې د پولیسو په پوسته برید وشو، چې: دوه عسکر پکې ووژل شول او یو تن ژوبل دی.
همداراز د ده یک ولسوالۍ اړوند خاشک سیمه کې د تاسن په نوم د پوستې په اربکي قومندان (ظاهرګي) هم برید شوی، چې هغه او ساتونکی یې ځای په ځای پکې وژل شوي دي.
بل لور ته طالبانو په شلګر ولسوالۍ کې هم له جګړو خبر ورکړی. ویل کیږي، چې: تیره ورځ سهار او ماسپښین د یادې ولسوالۍ اړوند نظرخان او عالم والو سیمو کې پکتیکا ولایت ته په غځېدلې لویه لاره د پلي عسکرو په ګزمې برید شوی، چې له امله یې ۴ عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*