تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / ځوان مجیب ځدراڼ ایرلنډ ته سخت سبق ورکړ

ځوان مجیب ځدراڼ ایرلنډ ته سخت سبق ورکړ

پرون د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د ایرلنډ او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په ۱۳۸ منډو سره وګټله.
د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې ښه پیل ونه کړ او دواړه پیلوونکي لوبغاړي یې له لسو، لسو منډو جوړولو وروسته وسوځېدل؛ خو د رحمت شاه ۵۰ او ناصر جمال ۵۳ منډو د افغانستان بیټنګ لاین بیرته مضبوط کړ؛ خو د دوی له سوځېدو سره سم، یوځل بیا د ویکټو سلسله پیل شوه، محمد نبي پرته له کومې منډې او اصغر په ۲ منډو وسوځېده؛ خو د ګلبدین نایب ۱۷، راشد ارمان ۴۸ او شفیق الله شفق ۳۸ منډو ایرلنډ ته د نهو لوبغاړو په زیان د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه.
د ایرلنډ له لوري رینکین ۴ او مورتاغ ۳ ویکټې واخیستې.
په ځوابي لوبه کې ایرلنډي لوبغاړو د شپاړس کلن مجیب ځدراڼ د توپ اچوونې مخه ونشوه کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۱،۴ اورونو کې په ۱۰۰ منډو وسوځېده، چې، زیاتې منډې پکې پوترفیلډ ۳۵، پواینټر ۲۷ او ډوکریل ۱۰ وکړې. په پاتې لوبغاړو کې چا هم تر لسو منډې ونه رسولې.
د افغان لوبډلې له لوري مجیب الرحمن ځدراڼ ۴، راشد ارمان ۳ او دولت ځدراڼ ۲ ویکټې واخیستې.
دا چې مجیب په خپله لومړۍ لوبه کې په ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې او ۴ ویکټې یې واخیستې؛ نو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
نوموړی همداراز د یویشتمې پیړۍ لومړی لوبغاړی شو، چې په همدې پیړۍ کې پیدا شوی وي او بیا یې نړیواله لوبه کړې وي.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*