تازه خبرونه
Home / شعراو ادب / پښتون جانان

پښتون جانان

د زړه په کور مې، هجوم راوړی، نن بیا جانان دی
څنګه یې زړه دی، څنګه دی دی، څنګه انسان دی
پښتانه مړه دي، پښتانه غرق دي، پښتانه ورک دي
څنګه وايي، پښتون یو دی، که د اټک او بولان دی
تماشه ختمه، ننداره ختمه، هر څه ختم چې یار لاړو
څنګه ژر لاړو، څنګه کاروان دی، څنګه ساروان دی
دغه یې چیغه، دا یې غیرت دی، دا یې همت شو
د کورګي مال دی، ښځه او زده کړه، تګ د اسمان دی
پلار مزدور دی، زوی هم مزدور دی، نسل مزدور دی
که تعلیم نه کړي، دا یې حالت، چې پرې روان دی
که چیرته درومې، غږ به کوې یار، چې ما پرېنږدې
عابد که څه دی، ستا برکت دی جانا، په تا ودان دی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*