تازه خبرونه
Home / تازه خبر / طالبانو بادغیس کې د یوې پوستې قوماندان او ۴ عسکر ژوندي نیولي

طالبانو بادغیس کې د یوې پوستې قوماندان او ۴ عسکر ژوندي نیولي

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: تېره شپه ۱۲ بجې د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ اړوند د جه خوجي په سیمه کې د یوه ارتباطي عسکر په مټ د یوې پوستې قوماندان او د هغه ساتونکي د طالبانو له لوري ژوندي ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې: د یادو عملیاتو پر مهال پوسته په بشپړه توګه فتح او د پوستې قومندان او د هغه ۴ تنه ساتونکي ژوندي ونیول شول.
د خبر په اساس: په پوسته کې له دولتي عسکرو څخه یوه دهشکه، یو راکټ،۲ ثقیلان، ۲ بم افګن، ۲ شمسیاني او ګڼ شمېر نور مهمات او مرمۍ د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
طالبانو ویلي، چې په دغه تصفیوي عملیاتو کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی او نیول شوي پنځه تنه د دوی په ولکه کې دي، چې د وضعیت په اړه یې ډير څه نه دي ویل شوي. که څه هم د بادغیس ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د مرغاب ولسوال بیا دا خبر تائید کړی دی.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*