تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د سولې په اړه د حکومت مثبتې څرګندونې

د سولې په اړه د حکومت مثبتې څرګندونې

د سولې شورا وروستۍ څرګندونې چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه دي، ظاهراً مثبتې ګڼل کېدای شي. دا ځکه چې اوس يې مستقيماً طالبانو ته بلنه ورکړې چې که هر ځای او په هره بڼه د هغوی خوښه وي، حکومت د خبرو اترو لپاره ورته چمتووالی لري. د حکومت له اړخه دا ډول څرګندونې بې له شکه اصولي او مثبتې دي. د حکومت له اړخه تر دې وړاندې په لس ګونو داسې هڅې شوې چې له يو او بل هېواده خصوصاً پاکستان څخه يې دا غوښتنه کوله چې طالبان له حکومت سره خبرو اترو ته کېنوي. دا په حقيقت کې يوازې د دې خبرې اثباتول ؤ چې طالبان پاکستان پورې تړلي وښيي. د حکومت مشرانو به کله يوازې همدومره ويل چې پاکستان سره سوله غواړي خو پاکستاني چارواکي يې هيڅ خبره نه اوري او کله به يې ويل چې پاکستان پر طالبانو دا فشار نه اچوي چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاضر شي. يعنې چارواکو به په دې توګه خلکو ته داسې ښکاروله چې افغانستان کې روانه جګړه خو يوازې پاکستاني جنرالانو پيل کړې او دلته هر مقاومت کونکی پاکستانی دی ځکه افغانان خو ټول له يوې مخې هم د دې حکومت کلک ملګري دي او هم د امريکايانو په يرغل خوشاله دي!
د حکومت دغه ډول څرګندونې نه يوازې دروغ او د خپلو هېوادوالو سترګو کې خاورې پاشل ؤ. بلکې د دې ملت له تاريخ، مېړانې او اسلاميت سره هم ښکاره جفا ده. ځکه پر دې خو ټوله نړۍ قانع وه چې افغانان ډېر ايماندار، مېړني او پر خپلواکۍ مين خلک دي او هېواد يې د امپراطوريو د هديرې لقب لري. خو په ډېر تأسف چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې د افغانستان چارواکو له دغو واقعيتونو سره زښته ډېر مخالف چلند وکړ.
دوی او بهرنيو همکارانو يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په لس ګونو زره افغانان ووژل، کلي او کورونه يې بمبار کړل، هر ډول عصري وسلې او وسايل يې استعمال کړل. پر جوماتو، مدرسو، مکتبو، ودونو او جنازو يې بريدونه وکړل، د زرګونو افغانانو پر کورونو يې شپنۍ چاپې ووهلې، دروازې يې په بمونو ورته والوزولې او ښځې- ماشومان يې تر بړستنو لاندې ورته ووژل. په لس ګونو ځله يې د ديني مقدساتو سپکاوی وکړ، د پاکستان، ګوانتانامو او هېواد کې دننه زندانونه يې يوازې له هغو افغانانو ډک کړل چا چې د بهرنيو يرغلګرو مخالفت کاوو او په سل ګونو داسې نور جرايم چې د مشترکو ځواکونو له خوا ترسره شول.
دا ټول بار همدې ملت په خپل سر اخيستی ؤ او ټوله قرباني د همدوی وه خو چارواکو به لمر په ګوته پټولو، او دا هر څه به يې د پاکستان بلل او سوله به يې هم له پاکستانه غوښته. تر دې چې بالآخره د دوی په وينا له پاکستانه ناهيلي شول او په دې وروستو کې د سولې شورا مشرانو ډېر ليرې اندونيزيا ته مخه کړه. هلته يې بيا يوه بله غوښتنه وکړه. ويې غوښتل چې د اندونيزيا ديني علماء کتابونه ورته وګوري او فتوا ورکړي چې افغانستان کې جګړه کول جهاد نه دی. خو ګومان کيږي چې هغوی به هم د سعودي ملايانو په شان ورته ويلي وي چې لومړی بهرني يرغلګر ځواکونه وشړئ، بيا راشئ خپله فتوا واخلئ.
په هر صورت اوس چې د حکومت مشران خپل د سولې شورا له لارې وسلوالو طالبانو ته د سولې د خبرو اترو بلنه ورکوي، ډېر پر ځای اقدام دی. د دې مانا دا شوه چې اوس نو د افغان حکومت له خوا وسلوال طالبان د يو افغاني واقعيټ په توګه وپېژندل شول او په دې توګه غواړي چې د هېواد د سياسي جوړښت، انتظام او ژغورنې لپاره د هغوی غوښتنې هم واوري.
خدای دې وکړي چې له هغوی سره د خبرو اترو په جرګه کې هم پر دې شرطونو ټينګار ونه کړي چې حتماً دې ټول اساسي قانون ومني، د ډيموکراتيک ارزښتونه او د ښځو لپاره د غربيانو له خوا ټاکل شوي حقونه دې ومني او نور هغه تپل شوي نوي رواجونه چې دوی يې شپاړس کلنې لاس ته راوړنې بولي.
له دې سره سره د چارواکو دا ډول ستونه بيا هم ډېر مثبت دي او په دې اساس دا نو اوس په وسلوالو طالبانو پورې اړه لري چې دوی هم مثبت غبرګون وښيي او ځان له هغې ملامتيا خلاص کړي چې ويل کيږي طالبان په هيڅ توګه د سولې خبرو اترو ته چمتووالی نه لري. تر دې چې دوی بايد تر حکومته لا زيات د سولې خبرو ته لېوالتيا وښيي. ځکه په دې کې خو هيڅ ستونزه نشته چې طالبان خپلې ګردې غوښتنې د مذاکراتو په جريان کې مقابل لوري ته وړاندې کړي او دا هم کولی شي چې هماغه د خبرو پر وخت په خپل دريځ ټينګ پاتې شي. د دې تګلارې ګټه به دا وي چې يو خو به له دې تهمته خلاص شي چې وايي پاکستان يې خبرو ته نه پرېږدي، بل دا چې له اساسي غوښتنو به يې ټول ملت خبر او هر څوک به وپوهيږي چې کوم لوری پر خپلې ناړامۍ ټينګ دی او هغه څوک دی چې د منفي او غلط دريځ له امله په هېواد کې د جګړې د دوام لامل ګرځېدلی.
اوس نو که وسلوال طالبان ز رتر زره د يو رسمي بيان له لارې د حکومت د دغو وړانديزونو په اړه خپل دريځ روښانه کړي، هر چا ته به څرګنده شي چې په حقيقت کې طالبان د سولې د تأمين لپاره ډېره تلوسه لري خو په دې شرط چې په لوی لاس د حکومت له خوا نورو پورې ونه تړل شي. ځکه رښتيا هم له پاکستان، چين يا عربستانه د سولې غوښتنه خورا بې منطقه چلند دی او طالبان هيڅکله دا نه شي زغملی چې خپلواک حيثيت يې ختم او د پرديو د اجيرانو په توګه وپېژندل شي.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*