تازه خبرونه
Home / تازه خبر /  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه د اسلامي نړۍ له توند غبرګون سره مخ شوه.

 د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه د اسلامي نړۍ له توند غبرګون سره مخ شوه.

وروسته له هغه چې پرون د امریکا ولسمشرډونلډټرمپ په رسمي توګه بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه ومانه د اسلامي نړۍ توند غبرګون یې راپاراوه.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د امریکا متحده ایالتونه اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني.

د امریکا دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په اسلامي نړۍ کې د امریکا متحدینو هم له دغې پرېکړې سره مخالفت کاوه.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ولسمشر ټرمپ پرېکړې ته توند غبرګون ښوولی او وايي، دغه پرېکړه ورته د منلو نه ده. نوموړی وايي، دغه اقدام به د بیت المقدس اوسنۍ بڼه بدله نه کړي.

ښاغلي عباس په خبري ناسته کې وویل چې د نړۍ له مسلمانانو او عربي هېوادونو به وغواړي چې دبیت المقدس دفاع وکړي.

بلخوا د اسلامي نړۍ ګڼو هیواد مشرانو او عامو خلګو د ټرمپ دغه پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی دی چې له امله به یې د فلسطین حالات نور هم کړکیچن شي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*