تازه خبرونه
Home / تازه خبر / حکومت : چمتویو چې طالبانو ته په کابل او یاهم کوم هیواد کې دفتر پرانیزو.

حکومت : چمتویو چې طالبانو ته په کابل او یاهم کوم هیواد کې دفتر پرانیزو.

د ملي یووالي حکومت ډاډ ورکړی چې که طالبان وغواړي د هیواد په پلازمېنه کابل او یاهم کوم بل هیواد کې سیاسي دفتر پرانیزي دوئ به یې هر ډول مرسته او ملاتړ وکړي.

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا مسئولینو په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه چې ، حکومت چمتو دی له هرډول شرط پرته طالبانو سره خبرې وکړي.

د سولې عالي شورا په وینا، افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او له طالبانو سره د خبرو پیلولو هدف ته نژدې شوي دي.

د شورا د دارالانشا رییس او د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک نن ‘چهارشنبه ‘ کابل کې یوې  خبري ناستې ته وویل چې حکومت له هر ډول شرط څخه پرته چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته کښيني او هغوئ ته په دغه زمینه کې شرایط برابر کړي.

د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وویل، د شورا ولایتي دفترونو ته امر شوی چې طالبانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

خلیلي زیاته کړه چې حکومت به یوازې له طالبانو سره خبري وکړي له داعش سره به هیڅ مذاکره ونه کړي.

د سولې شورا چارواکو همدا راز خبر ورکړ چې د یوې میاشتې مودې کې به له طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره یوه لویه مشورتی غونډه جوړه کړي.

د شورا په وینا له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو موضوع کې د سیمې هېوادونو او ځینې نړیوالو مرکزونو ملاتړ هم ورسره دی.

تر اوسه لا جوته نه ده چې طالبان به د حکومت ددغه نوي دریځ په اړه څه غبرګون وښئي خو تر دې وړاندې یې له حکومت سره د خبرو مېز ته له کښېنستلو څخه انکار کړی وو او په وار وار یې ویلي چې تر هغو به جنګیږي تر څو چې بهرنیان له افغانستان نه وي وتلي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*