تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ترکیه : زرګونه کسان د ټرمپ د پریکړې خلاف سړکونو ته راوتلي وو.

ترکیه : زرګونه کسان د ټرمپ د پریکړې خلاف سړکونو ته راوتلي وو.

په اسلامي نړۍ کې وروسته له هغه د امریکا پرضد لاریونونه پیل شول چې د یاد هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.

په ترکیه کې زرګونه کسانو د ټرمپ  ددې پریکړې پر خلاف  لاریون وکړ.

همدا رنګه  د ټرمپ  د پریکړې  پر ضد په فلسطین کې  هم  په لسګونو  زره  کسان لارو او کوڅو ته  راووتل  او د امریکا او اسراییلو پر خلاف يي  مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو  د امریکا او اسراییلو بیرغونه وسوځول.

ټرمپ په داسي حال کې دغه جنجالي او پارونکې پرېکړه وکړه چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا  په ۱۹۸۰ کال کې  د اسراییلو لخوا ختیځ بیت المقدس  د الحاق  پریکړه  رد کړه  .

ټرمپ  بیا  د امنیت د شورا  دا پریکړه رد کړه او وویل چې  ددې وخت رارسیدلی دی چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپیژنو.

همدا رنګه  ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته  په اسراییلو کې د امریکا  سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو  امر  ورکړ.

د یادونې وړ ده چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال د جون په ۵ مه نيټه  بیت المقدس  اشغال کړ  او په ۱۹۸۰ کال کې  یاد شوی ښار د پلازمینې په توګه اعلان کړ.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*