تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ارګ او طالبانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پریکړې خلاف غبرګون وښود.

ارګ او طالبانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پریکړې خلاف غبرګون وښود.

د ټرمپ وروستۍ پرېکړې چې د بیت المقدس په اړه یې کړې پر خلاف یې  د افغانستان په ګډون د نړۍ  ګڼو هیوادونو یوه لار خپله کړې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي : د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د خلکو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره، د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه دمخه له ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبري ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

په اعلامیه  کې وړاندې ویل شوي : نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي.

په اعلامیه کې راغلي ، چې بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو ملتونو سازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ پرېکړه غندلې او ویلي یې دی چې د ټرمپ دغه پرېکړه به ټوله نړۍ کې د شخړو نوی دور پیل کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي :

اسلامي امارت د امریکا د ولس مشر لخوا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس د غاصبو اسرائيلو د مرکز په ډول پيژندل په کلکو ټکو غندي او دا اقدام د ټولو مسلمانانو په ضد له تعصبه ډک او له عقل نه لیري ګام بولي.

د ټرمپ دا پریکړه په ټوله نړۍ خصوصا په منځني ختیځ کي د شخړو اور ته لمن وهل دي.

د امریکا مشر ټرمپ وښوده چې امریکا د مسلمانانو په ټولو هغو ناخوالو کې مخامخ دخیله ده چې له لسیزو راهیسې مسلمانان ځوروي، هیوادونه يې لاندې کوي، خلک يې وژني او د اسلام دين د ارزښتونو د له منځه وړلو هڅې کوي.

اسلامي امارت په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي او د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ټرمپ پریکړه د نړۍ په کچه په پراخ ډول وغندل شوه او له تېرې ورځې راهیسي یې په اسلامي نړۍ کې پر ضد پراخ لاریونونه روان دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*