تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ولسي جرګې د ټرمپ د وينا په اړه خپل دريځ وښود

ولسي جرګې د ټرمپ د وينا په اړه خپل دريځ وښود

کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیت المقدس په هکله خپله پرېکړه اعلان کړه، نو ډېر مسلمانان یې راوپارول، چې د ډېری مسلمانو هېوادونو چارواکو او ولسونو ياده پرېکړه په کلکو ټکو وغندله.
يادې پرېکړې په افغانستان کې هم توند غبرګونونه راوپارول، په دې اړه د ولسي جرګې ځينې غړیو رسنیو ته وویل: حکومت باید له امریکا سره خپل ستراتيژیک او امنیتي تړونونه لغوه کړي.
د يادې جرګې مشر وايي: امریکا په نړۍ کې نوي کړکیچ ته لمن وهي او که چیرې دا کړکیچ پيل شي نو د کرارېدو هیله یې نشته.
د جرګې يو تن غړی ملا تره خیل محمدي غونډې ته وویل: که افغان حکومت د يادې پرېکړې په اړه نور هيڅ نه وايي، له امریکا سره شوي ستراتيژيک او امنیتي تړونونه دې ولسي جرګې ته يو ځل بیا وروليږي، چې دا ځل یې لغوه کړي.
د ولسي جرګې يو بل غړي عبدالستار خواصي وايي: د نړۍ ټول اسلامي خوځښتونه باید له دې وروسته د اسلام دښمنان په نښه کړي.
د خواصي په وینا: باید د نړۍ لوی اسلامي هېوادونه د خپلې لومړنۍ قبلې د دفاع په خاطر د امریکا پر وړندې ودريږي.
ولسي جرګې د خپلې اعلاميې په خپرولو سره ویلي: څو چې امریکا د بیت المقدس په اړه له خپلې پرېکړې په شا نه شي، نو افغان حکومت دې هم ورسره خپلې اړیکې وځنډوي.
بلخوا په هرات کې ديني عالمانو وویل: که ډونالډ ټرمپ له خپلې پرېکړې تېر نشي، نو دوی به افغانستان کې د مېشتو امریکايي عسکرو پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړي. او مرګ ژوبله به یې څو چنده لوړه شي.
د يادو ديني عالمانو په وینا: حکومت دې هم له امریکا سره په خپلو اړیکو له سره کتنه وکړي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*