تازه خبرونه
Home / تازه خبر / حکمتیار: د یوه ملي او ځواکمن مرکزي حکومت لپاره مرستې ته چمتو یو.

حکمتیار: د یوه ملي او ځواکمن مرکزي حکومت لپاره مرستې ته چمتو یو.

د حزب اسلامي امیر انجینر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا په هیواد کې د واک د مختلفو جزیزو په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې که حکومت وغواړي دغه جزیرې له منځه یوسي دوئ یې هر رنګه مرستې ته چمتو دی.

نوموړي چې په خوست کې د خپل ګوند زرګونو پلویانو ته وینا کوله وویل چې دوئ به د هر هغه چا له څنګه ودریږي څوک چې د یوه ځواکمن ،ملي او مرکزي حکومت لپاره کار کوي.

ښاغلي حکمتیار  وویل چې حکومت باید داسې جوړ شي چې د ټولو قومونو او ولسونو ونډه په کې یو ډول وي.
هغه یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې حکومت باید ملي بڼه خپله کړي او د واک جزیرې ختمې شي.
هغه د غونډې برخه والو ته په و ینا کې وویل چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه کس ته رایه ور کړئ چې وړ او غوره کس وي.

حکمتیار پر تېرو حکومتونو هم نیوکه وکړه چې ګنې د پښتون مېشتو ولایتونو او قومونو حق یې په وړو ولایتونو خوړلې ده.

د یادونې وړ ده چې دا د حکمتیار دوهم ولایتي سفر وو چې ترسره یې کړ او له پراخ هرکلي سره مخامخ شو.

تردې مخکې هغه هرات ولایت ته سفر کړی وو چې هلته یې هم زرګونه کسان هرکلي ته راغونډ شوي وو.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*