تازه خبرونه
Home / تازه خبر / سعودي عربستان : پر سینمالګول شوی بندیز ليري کړل شو.

سعودي عربستان : پر سینمالګول شوی بندیز ليري کړل شو.

په سعودي عربستان کې وروسته له دوو لسیزو پر سینما لګول شوی بندیز لیرې شو.

عربي رسنیو خبر ورکړی دی چې نور به په سعودي کې پر سینما بندیز نه وي او اټکل کیږي چې په ۲۰۱۸م کال کې به په حکومتي کچه سینماوې پرانستل شي.

رسنیو د سعودي چارواکو له قوله لیکلي چې په دغه هیواد کې  به لومړنۍ سینما د ۲۰۱۸ کال په پیل کې جوړه  او پرانستل شي.

داپه داسي حال کې ده چې څه موده مخکې په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړل شوه چې مخکې یې نه درلوده.

 د غه بدلونونه وروسته له هغه راځي چې څه موده مخکې د سعودي عربستان  ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ویلي وو چې غواړي هیواد د منځلاري اسلام پر لورې  بوځي.

د یادونې وړ ده چې نږدې شل کاله مخکې په یاد هیواد کې پر سینما بندیز لګلو شوی وو.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*