تازه خبرونه
Home / تازه خبر / طالبان:غزني کې پوسته سقوط شوې او قوماندان یې وژل شوی

طالبان:غزني کې پوسته سقوط شوې او قوماندان یې وژل شوی

طالب ویاند ادعا کوي، چې غزني ولایت کې یې د امنیتي ځواکونو یو تن قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژلی دی.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، چې: تیر شپه شاوخوا ۸ بجې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې پوستې قوماندان او د هغه دوه ساتونکي هغه وخت ووژل شول، کله چې پرې تکتیکي برید ترسره شو.
ده وویل: د ګیلان ولسوالۍ اړوند ازاد سیمه کې پوستې ته نژدې په اربکي قومندان (فیض الباری) مسلحو طالبانو ځانګړی تکتیکي برید وکړ، چې هغه او دوه تنه ساتونکي یې ځای په ځای پکې ووژل شول او ځينې نور یې ټپیان شول، خو د کره شمیرې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
طالب ویاند وویل، چې نښته کې پوسته هم فتحه شوې او دوی ته کوم مالي او ځاني تلفات نه دي اوښتي؛ خو د غزني د ولایتي ادارې چارواکو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لور ته طالبانو خبر ورکړی، چې وژل شوی قوماندان دوی ته مطلوب کس و، چې سیمه کې په خورا ظلم او زیاتي سره مشهور وو.
د سیمې خلکو هم تیره شپه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه تائید کړې دي.
په ورته وخت کې طالبانو تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د یادي ولسوالۍ مربوط شینکۍ سیمه کې هم د محلي پولیسو په پوستې له برید خبر ورکړی او زیاتوي چې حکومتي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر مهمات یې هم د طالبانو لاس ته لویدلي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*