تازه خبرونه
Home / تازه خبر / پوتین په سوریه کې مېشتو روسي پوځیانو ته د وتلو امر وکړ.

پوتین په سوریه کې مېشتو روسي پوځیانو ته د وتلو امر وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین سوریې ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې داعش ډله له منځه تللې اعلان کړه او خپلو سرتېرو ته یې د وتلو امر وکړ.

د عربي رسنیو د خبر له مخې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په «حمیمیم» هوايي اډه کې له بشارالاسد سره وکتل او له هماغه ځایه یې اعلان وکړ چې نور په سوریه کې د روسي ځواکونو د پاتې کیدلو لامل له منځه تللی دی.

پوتین خبریالانو ته وویل:

“په نړۍ کې د ترورېستي فعالیتونو ګواښ لا هم زیات دی، خو دلته په سوریه کې د وسله‌والو ډلو پر ضد پراخ پوځي مأموریت ترسره شو او ستونزه حل شوه، خو که چېرته ترورېستان بیا سر پورته کړي، داسې به‌یې وځپو چې تر اوسه به‌یې نه‌وي لیدلي. دفاع وزیر او د جنرالانو مشر ته امر کوم چې خپلو اصلي مرکزونو ته د روسي پوځیانو بېرته استول پيل کړي.”

که څه هم روسي پوځيانوله روسیې څخه د وتلو امر شوی خو په ورته وخت کې بیا هلته د دوو دایمي پوځي اډو حمیمیم او تارتوس بنسټ‌ ډبره هم کېښودل شوه.

د یادونې وړ ده چې روسیې پوځيان دوه کاله مخکې وروسته له هغه سوریې ته و استول شول چې داعش ډلې د بشارالاسد له رژیم څخه د یاد هیواد ډېره برخه ونیوله .

د روسي پوځ په بریدونو کې که له یوې خوا داعش ډلې دروند ګوزار ولید نو بل پلو ته یې زرګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*