تازه خبرونه
Home / تازه خبر / اجراییه رئیس د حکمتیار پر څرګندونو غبرګون وښود.

اجراییه رئیس د حکمتیار پر څرګندونو غبرګون وښود.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د حکمتیار دهغه څرګندونو په اړه غبرګون وښود چې تېره ورځ یې په خوست کې د خپل ګوند د زرګونه پلویانو یوې غونډې ته کړې وي.

د حزب اسلامي امیر انجینرګلبدین حکمتیار تېر حکومتونه په دې تورن کړي او ملامت بللي وو چې ګنې دده په خبره د لویو پښتون مېشتو ولایتونو حق یې په وړو ولایتونو خوړلی دی.

د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې وویل چې قومی مسایلو ته لمن وهل او یو ولایت د بل ولایت پر وړاندې تحریک کول د هیواد په ګټه نه دي او افغانستان له خطر سره مخ کوي.

ښاغلي عبدالله وویل: “قومی موضوع ګانې او یو ولایت د بل ولایت پر وړاندې تحریک کول هیڅوک مشروع موخې ته نشي رسولی.”

د یادونې وړ ده چې حکمتیار تردې مخکې هم ځيني حکومتي کړۍ په دې تورنې کړې وې چې ګنې د یوه ولایت او یوه قوم لپاره کارکوي او د سترو قومونو حقوق په خوري.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*