تازه خبرونه
Home / تازه خبر / طالبان: په تخار کې پراخه سیمه د حکومتي ځواکونو له ولکې وتلې.

طالبان: په تخار کې پراخه سیمه د حکومتي ځواکونو له ولکې وتلې.

طالبانو خبر ورکړی دی چې سرتېرو یې له حکومتي ځواکونو څخه پراخه سیمه نیولې او مرګ ژوبله یې هم ورته اړولې ده.

دطالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي : تېره شپه شا وخوا ۳ بجې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو  په مرکزونو او پوستو  پراخ تعرضي بریدونه پیل شول چې د سهار تر ۶ بجو پورې یې دوام وکړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د جګړې په جریان کې د ګورتپې پراخه او استراتیژیکه سیمه، دغه راز ۱۰ مهمي پوستې په بشپړه توګه د دوئ لاس ته ورغلې.

طالبان وایي په دغه جګړه کې ۴ تنه اربکیان ووژل شول، ۳ نور ټپیان او پاتي نور په تیښته لاړل

د حکومتي چارواکو لخوا تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویل شوي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*