تازه خبرونه
Home / تازه خبر / روسیې له طالبانو سره پر خبرو ټينګار کړی.

روسیې له طالبانو سره پر خبرو ټينګار کړی.

روسیې امریکا ته خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره دمذاکراتو مېز ته رانه شي نو جګړه کې به یې تاوان کړی وي او هیڅ پایله به هم په لاس ورنه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف له دې امله پر امریکا نیوکه وکړه چې دده په خبره د مسکو د سولې بهیر یې رد کړ.

نوموړي د افغان حکومت  هغه نوښت وستایه چې تر راتلونکو دوه میاشتو د «کابل بهیر» دویمه غونډه د څو هېوادونو له حضور سره کوربه توب وکړي.

لاوروف وویل:«هېڅکله هېڅ سند او یا واقعیت شتون نه دی لرلی چې روسیه له طالبانو ملاتړ کي یا طالبان وسله‎وال کوي، هغه څه چې ځينو امریکايي چارواکو هغه ته نغوته کړې ده. موږ په دوو دلیلو له طالبانو سره په اړیکه کې یوو، کله چې زموږ وګړي او یا هم د یوه تړونوال وګړي له زیان سره مخامخ شول او موږ اړ وو هغوی بهر کړو او دویم دا وه چې طالبان غونډې او مذاکرې ته باوري کړو.»

دغه لوړ پوړي روسي مقام په افغانستان کې د نشه یي توکو د کاروبار پر پراخوالي هم انديښنه وښوده او زیاته یې کړه چې دغه کار په سیمه کې یو لوی ناورین رامنځ ته کړی دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*