تازه خبرونه
Home / تازه خبر / امریکا: د کانګرس لسګونه غړو د ټرمپ د جنسي ځورونو د پلټنو غوښتنه وکړه.

امریکا: د کانګرس لسګونه غړو د ټرمپ د جنسي ځورونو د پلټنو غوښتنه وکړه.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس لسګونو غړو غوښتنه وکړه چې د دغه هیواد د ولسمشر ټرمپ د جنسي ځورونو په اړه دې پلټنه دې وکړي.

دغه خبره وروسته له هغه ګرمه شوه چې تېره ورځ یوې میرمني د ټرمپ د جنسي زورونې په اړه په رسنیو کې شکایت وکړ.

اوس د امریکا په کانګرېس کې د ډیموکراټانو یوه سناتوره الیزابت وارن له څو نورو ښځینه سناتورانو سره غواړي چې د ډونلډ ټرمپ د جنسي ځورونې د تورونو د پلټلو لپاره جرګه ګۍ جوړه شي.

د امریکا رسنۍ وايي، د ولسي او مشرانو جرګې له سلو ډېرو استازو له کانګرېس غوښتي چې د یوې پلټونکې جرګه ګۍ په جوړولو سره د ډونلډ ټرمپ د جنسي ځورونې تورونه وپلټي.

رسنیو خبر ورکړی دی چې  تېر یو نیم کال کې څو ښځو ډونلډ ټرمپ د ښځو سره په ناسم چلند او جنسي ځورولو تورن کړی دی.

د امریکا د کانګرېس ۵۹ ښځینه وکیلانو د کانګرېس د حکومتي سمون له ځانګړې جرګه ګۍ وغوښتل چې د ډونلډ ټرمپ د جنسي ځور د تورونو په هکله پلټنې وکړي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*