تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضی الله عنه

حضرت جابر رضی الله عنه د خزرج د قبيلې د بنو سلمه له کورنۍ څخه و له نبوي هجرت نه تقریباً نولس (۱۹) کاله مخکې زېږېدلی او د بعثت په دیارلسم کال د بيعت عقبه ثانیه په وخت کې له خپل پلار عبدالله بن عمرو بن حرام بن کعب سره يو ځای په اسلام مشرف شوی و، د حضرت جابر پلار عبدالله بن عمرو رضی الله عنه د اُحد په تاریخي غزا کې د شهادت جام نوش کړ.
سخت زړو مشرکانو د هغه جسد مثله کړ، د جګړې له ختمېدو وروسته صحابه و د هغه پر مخ څادر وغواړو. حضرت جابر رضی الله عنه چې کله د خپل پلار له مخ نه څادر پورته وکړ او د هغه حالت یې ولید سخت یې وژړل، نو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: تاسې وژاړئ او که ونه ژاړئ، پريښتو پر خپل وزرونو په عبدالله باندې سیوری کړیدی.
په جامع ترمذي کې راغلي دي چې د اُحد له غزا نه وروسته حضرت جابر رضی الله عنه ډېر غمجن و پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه د حالت په ليدلو ورڅخه پوښتنه وکړه اجابره! ولې دومره خپه یې؟
جابر رضی الله عنه ورته وویل: ( يا رسول الله! پلار مې شهید شو، ډېر قرضونه او ګڼ شمېر کورنۍ یې راپاتې، چې ډېر زیات مې ځوروي) نبي علیه السلام وويل الله ستا له پلار سره د هغه له شهادته وروسته بې له حجابه او بې واسطې خبرې وکړې په داسې حال کې چې الله له هیچا سره بې حجابه خبرې نکوي، هغه یې خپل حضور ته وغوښت ویې فرمایل: اې زما بنده! څه چې غواړي ووایه. هغه عرض وکړ: اې پررودګاره ما بیا دنیا ته ولېږه چې ستا له دښمنانو سره وجنګېږم او شهید شم الله وویل: دا زما قاطع فیصله ده څوک چې له دنيا نه راشي هغه بېرته نه لېږل کيږي. عبدالله عرض وکړ: الهي! زما پسماندګان زما له حال نه خبره کړه. له هغه وروسته دا مبارک ايت نازل شو: کوم کسان چې د الله په لاره کې وژل شوي هغو ته مړه مه وایاست، بلکې هغوی ژوندي دي. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دې مبارکې وينا په اورېدو سره حضرت جابر رضی الله عنه داسې محسوس کړه چې په زخم باندې یې د ملهم پټۍ کېښودل شوې.
څو ورځې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت جابر رضی الله عنه باغ ته ورغی او ورته ویې ویل: خپل قرض داران راوغوړه او د خرماو د حاصلاتو ويش وکړه. هغه هم همداسې وکړل، پېغمبر صلی الله علیه وسلم هم دعا ورته وکړه، چې له امله یې ټولو قرض دارانو ته خپله برخه ورسېده او خرما پاتې هم شوې.
په صحیح بخاري کې دغه واقعه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په معجزو کې شمېرل شوې ده.
اتل جابر رضی الله عنه په ۱۹ غزاګانو کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره ملګری و، په ځينو غزاګانو کې په هغه پورې اړوند ځينې پېښې هم مينځ ته راغلي دي: لکه: د هجرت په پنځم کال د احزاب په غزا کې چې مسلمانانو خندق واهه، نو مسلمانانو د تندې او لوږې له لاسه خپلو خېټو پورې تيږې تړلې وې، کله چې حضرت جابر رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په داسې حال کې ولید، نو اجازه يې ترې واخیستله، کور ته لاړ او خپلې مېرمنې ته يې وویل: ما نن د دواړو جهانونو سردار په داسې حال کې ولید چې حوصله مې تنګه ده. په کور کې د خوراک څه شته؟
جابر رضی الله پخپله وايي: هغې وویل: څه اوربشې دي او يو پسه هم شته. ما پسه حلال کړ او زما میرمنې ډوډۍ پخه کړه، نو زه هم د ډوډۍ سره يو ځای د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته ورغلم، هغه مهاجرینو او انصارو ته غږ وکړ: اې د خندق خلکو! نن جابر ستاسو لپاره ډوډۍ تیاره کړې، ځانونه تیار کړئ! رسول الله راته وویل: زه چې نه یم راغلی ډوډۍ به نه خورئ؟ زه وارخطا شوم چې دا لږ ډوډۍ او دومره لوی لښکر؟
خو لنډه دا چې نبي علیه السلام راغی پخپله یې ډوډۍ میده کوله او ښوروا یې ورباندې اچوه، چې له امله یې دومره برکت وکړ، چې ټول لښکر موړ او اضافه هم شوه. بیا یې راته ویل: دا نورو خلکو ته هم ولېږه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا معجزه په مسلم او د حدیثو په ځينو نورو کتابونو کې هم راغلې.
حضرت جابر رضی الله عنه د جنګ د ډګر یو غښتلی سپاهی او د قران او حدیثو لوی عالم و. ۱۵۴۰ حدیثونه ترې روایت شوي.
په تاریخ الصغیر کې امام بخاري رحمه الله لیکلي چې: جابر رضی الله عنه يوازې د يو حدیث لپاره شام ته سفر وکړ او هغه یې له عبدالله بن انیس نه واورېده او طبراني په الاوسط کې راوړي چې د يو حدیث لپاره مصر ته هم تللی دی.
له ډېرو غزاګانو او د ډېر قران او حدیثو له تدریس وروسته د شاوخوا ۹۴ کلنۍ په عمر وفات او په جنت البقیع کې خاورو ته وسپارل شو.
رضی الله ورضوا عنهم

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*