تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / ایشیز سیریز د اسټرالیا په بریا پیل شو

ایشیز سیریز د اسټرالیا په بریا پیل شو

د کرکټ لوبې دوه لومړنيو او پیاوړیو سیالانو انګلینډ او اسټرالیا سږ کال یو ځل بیا ایشیز سیریز پیل کړ، چې د اسټرالیا په بریا سره دوام لري او له پنځه ورځنیو لوبو وروسته به یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.
یاد سیریز چې د اسټرالیا په کوربه توب پیل شوی، لومړۍ دری ټیسټ لوبې یې د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېدې او یادې لوبډلې د ایشیز سیریز د نوې دورې یو ښه پیل وکړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو دریمه او وروستۍ لوبه په داسې حال کې پیل شوه، چې لومړۍ دوه لوبې په ستر توپیر سره اسټرالیا ګټلې وې.
د یادې لوبې لومړۍ توپوهنه انګلینډ وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ډيویډ مالن د ۱۴۰ او جیوني بیرسټو د ۱۱۹ منډو په مرسته ۴۰۳ منډې وکړې. اسټرالیا له لوري سټارک ۴ او هزلي ووډ ۳ لوبغاړي وسوځول.
په ځوابي لوبه کې اسټرالیا د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۶۲ منډې وکړې، چې سمیت پکې ۲۳۹ او مارش ۱۸۱ زیاتې منډې وکړې. د انګلینډ له لوري جیمز اینډرسن ۴ او اویرټن ۲ ویکټې واخیستې.
په دوهمه پاڼۍ کې انګلینډي توپوهونکي په ۲۱۸ منډو راټول شول او لوبه یې په یو اننګز او ۴۱ منډو سره وبایلودله.
یوازې ډيویډ مالن او جیمز وینس د نیمه سلیزو او زیاتو منډو په ترسره کولو سره بریالي شول. اسټرالیا ته په دوهمه ځل توپ اچوونه کې هم هزلي ووډ تر ټولو زیاتې ۵ ویکټې واخیستې، همداراز لاین هم د دوو لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.
د لوبې او سیریز غوره لوبغاړی سټیون سمیت وټاکل شو.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*