تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / حقیقي غل

حقیقي غل

په رڼا ورځ یې د ډیرو خلکو په مخکې ډیر څه له موږ نه پټ کړل، ستا خوښه چې غل ورته وايي او که نه؟
زه خو یې غل بولم.
هو! غل دی، خو د پولیسانو په نظر کې نه، د دې غله لاس قاضي او مفتي نه پرېکوي، هیڅوک دا غل نه نیسي او نه یې بندي کوي. د دې غله په ږیره خلی نشته.
ده ډیر څه له موږ نه پټ کړي دي او ډیر زیان یې را اړولی دی. ده له موږ نه سره و سپین نه دي پت کړي.
دی ډير لوی غل دی. د ده غلا ډيره لویه او ستره غلا ده.
دی مال نه پټوي، د دغه غلا ته په عادي نظر مه ګورئ!
دی زموږ پیسې نه پټوي، ده ته د مال او د پيسو غل نه شو ویلی، دی نور څه پټوي او ډيرمهم څه پټوي!
دی موږ نه خپل ځان او خپل بد بد کارونه پټوي، دی خپل حقیقت او ماهیت پټوي. ځان او حقیقت پټول ډیره لویه او ستره غلا ده،دا غلا د یو ملت او مملکت کورونه ورانوي او ملکونه بربادوي. دا غل سترګې پټوي، په سترګو ننوځي، له سترګو او ستر ګورو سره دښمني لري.
هو! دا غل له سترګو نه رانجه نه پټوي، سترګې یې پټې دي، له موږ نه ډير لوی حقیقت پټوي او دا حقیقت غل دی، ده ته باید حقیقي غل ووایو.
(الفت)…

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*