تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د طالبانو لپاره د سياسي او دعوتي کار امکانات او مشکلات

د طالبانو لپاره د سياسي او دعوتي کار امکانات او مشکلات

دا وخت په هېواد کې د اسلامي تحريک د زياترو خواخوږو، فعالانو او دوستانو خپل منځي مجالسو کې پر دې خبره ډېر بحثونه کيږي چې که فرضاً وسلوال طالبان هم په موجوده وضعيت کې له همدې برحاله حکومت سره هماغه د حزب اسلامي په شان روغه جوړه وکړي، نو ايا دا چاره به د اسلامي تحريک په ګټه که په زيان وي؟ ايا د طالبانو اسلامي تحريک به وکړای شي د همدې نظام تر سيوري لاندې څه اندازه سياسي او دعوتي کار پر مخ بوځي او په دې لاره کې به يې برياليتوب څومره وي او له کومو ستونزو سره به مخ کيږي. د دغو موضوعاتو څېړنه او په دې اړه د مشرانو ديني علماؤ او تجربه کارو دعوتي او سياسي شخصيتونو خبرې اترې، مشورې او بحثونه په هر صورت ځکه ډېر مهم دي چې په حقيقت کې همدغه د طالبانو او حکومت جګړه د دېرش ميليونه افغان وګړو د مرګ و ژوند، ګټې او بايلات مسئله ده.
البته که خبره په رښتيا هم د مشورې وي يا دا چې خپله د طالبانو اسلامي تحريک ملګري په واقعي توګه د خپلو غټ شمېر با تجربه او سابقه کارو مشرانو خبره او نصيحت واوري نو پرته له شکه د طالبانو د اسلامي تحريک او په عمومي توګه د ګردو افغان اسلامپالو او قاطع اکثريت ديني علماؤ او ټولو ديندارو اشخاصو څرګند نظر دا دی چې که طالبان د اوسنۍ جګړې پر ځای په هېواد کې سوله ايز سياسي او دعوتي کار ته ملا وتړي، دا به د ګرد افغان ملت او ټول اسلام په خير وي.
دوی وايي ان که د حزب اسلامي په شان روغه وشي او طالبانو ته د سياسي او دعوتي کار موقع په لاس ورشي، هم څه حرج پکې نشته بلکې آخر پای به همدې کې د اسلام لپاره ډېره لويه بريا وي. که څه هم ځينې کسان دا اندېښنه هم څرګندوي چې وايي طالبان به ښايي د هېواد په سياسي ډګر کې ځکه چندان ونه ځليږي چې موجوده حکومت کې د پام وړ ملګري او خواخوږي نه لري.
حال دا چې حزب اسلامي بيا له دې پلوه د طالبانو په نسبت ډېر ښه دی. دغه راز کېدای شي د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې کولو عمليه هم ځکه ډېره ستونزمنه وي چې حکومت کې شاملې ډلې طالبانو سره خورا سخته کينه او دښمني لري. غالباً عصري ښځې، زياتره مدني فعالان او پرديو پورې تړلې زښته ډېرې ډلې به د دې روغې مخالفت کوي او ګومان دی چې هماغسې لکه حزب اسلامي سره چې حکومت خپلې ژمنې ترسره کولی نه شوې او د خبرو له پرمختګ سره به حکومتي لوری په څټ روان ؤ، طالبانو سره به لا ترې زياته بې کاري وشي.
خو په همدې کې بيا د اسلامي تحريک مشران دا او تر دې لا د زياتو مشکلاتو اټکلونه کوي او باوري دي چې طالبانو ته به د هېواد په لروبر کې له دې امله هم خورا ډېرې ستونزې ور پېښې وي چې د دوی له لاسه په اطرافي او کليوالو سيمو کې هم په زرګونو وګړو ته مرګ ژوبله ور پېښه شوې ده. د مثال په ډول زرګونه اربکيان، پوليس او نور حکومت پلوي کسان وژل شوي او د خپلو اړوندو سيمو طالبان پکې ښکېل دي. دا په داسې حال کې چې د حزب اسلامي اړوند کسان بيا تر ډېره په دې ډول جګړو کې ښکېل نه ؤ.
دلته د يادونې وړ يوه موضوع دا هم ده چې د هېواد پاخه سياستوال خو له همدې وجې له روانې جګړې سره مخالفت هم کوي او په زغرده وايي چې دا يوه کور ورانونکې جګړه ده، په دې کې خلک په خپل منځي دښمنيو اوړي او سراسر د بهرنيانو په ګټه او د افغانانو د تل پاتې غلامۍ اصلي لامل ده.
له دې ګردو مشکلاتو سره سره مشران د جګړې د پای ته رسولو سپارښتنه کوي او وايي چې که د طالبانو نيت خدايي وي او په رښتيني ډول د اسلام او مسلمانانو خدمت کول غواړي نو باوري دي اوسي چې که د مادي امتيازاتو په سر له حکومت سره وران نه شي، نو په سوچه ديني کار کې خو به هيڅ مشکل نه ورته جوړيږي بلکې تاسې به د هېواد په هر کلي او بانډه کې ووينئ چې خلک په ديني چارو کې د دوی مرستې ته ور دانګي. مثلاً که طالبان چېرته جومات يا مدرسه جوړوي يا د قران او حديثو د درس څه ترتيب جوړوي يا د خپلو مسلمانو هېوادوالو د بچيانو اسلامي روزنې ته څه چاره انتظام کوي، نو دا به څوک وي چې د دوی لاس ونيسي. همدغه شان په ټولنه کې د مختلفو فسادونو، جرايمو او ناروا چارو د مخنيوي لپاره که څه تړون او تعهد کيږي نو دا به څوک وي چې مخالفت يې وکړي.
لنډه دا چې په حقيقت کې هدغه جګړه چې زياتره بوج او فشار يې د هېواد پر کليوالي سيمو پروت دی، هم د طالبانو د اسلامي تحريک لپاره سراسر په زيان ده او هم د ګرد هېواد لپاره هلاکت او تبايي.
مطلب دا چې پرته له شکه دا اوږدمهاله جګړه خو طبعاً د دې لامل ګرځېدلې چې د طالبانو او ښاري هېوادوالو تر منځ خورا لوی واټن را منځ ته شي چې له کبله يې د طالبانو لپاره په سياسي فعاليت کې هم ډېر مشکلات ليدل کيږي او ښايي دا چاره څه وخت هم واخلي. خو له دې ګردو ستونزو سره سره همدا اوس لا د هېواد عمومي وضعيت څه داسې نه دی چې د اسلام لپاره د سياسي او دعوتي کار مخه پکې ډب وي. بلکې د نورې نړۍ په پرتله الحمدلله زموږ هېواد سل ځله ډېر غوره دی. مګر خبره دا ده چې اسلامي کار اخلاص، خواخوږي، حکمت او بصيرت غواړي چې له بده مرغه په موږ کې يې ډېر کمی دی.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*