تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / له شپږیزې وروسته د ټيسټ لوبو جام هم بندامیر لوبډلې وګاټه

له شپږیزې وروسته د ټيسټ لوبو جام هم بندامیر لوبډلې وګاټه

(طالب نیوز ــ ۱۳۹۶/۱۰/۲): له شپږیزې وروسته د الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځینو سیالیو پایلوبه بند امیر لوبډلې وګټله او جام یې خپل کړ.
د یادو سیالیو په لړ کې، چې له تېرو دوو میاشتو را پدېخوا په کابل، خوست او ننګرهار کې روانې وې، بند امیر او سپين غر لوبډلې د دغو سیالیو پایلوې ته ووتلې او پایلوبه په پنځمه ورځ، بند امیر لوبډلې د ۵۳۷ منډو په توپیر وګټله.
له معلوماتو سره سم د لوبې پچه بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه، چې په خپل لومړي اېننګز کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د حشمت شهیدي د ۱۶۳ او یونس احمدزي د ۲۱۰ منډو په مرسته ۷۴۷ منډې وکړې. له مقابلې لوبډلې یمین احمدزي او ظاهر شیرزاد ۳،۳ لوبغاړي وسوځول.
سپین غر لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۹۶ منډې وکړې. بند امیر لوبډلې ته وقار ۶ ویکټې واخیستې.
په دوهمه پاڼې کې بند امیر د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډې وکړې، اننګز یې ډیکلیر او مقابلې لوبډلې ته یې د ۸۱۷ منډو هدف وټاکه، چې سپین غر لوبډلې د لوبې تر وروستۍ ورځې یوازې ۲۷۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۳۷ منډو په توپیر سره بندامیر لوبډلې ته وبایلله.
یونس احمدزی د غبرګې سلیزې په وهلو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو او د دغو سیالیو غوره لوبغاړی بیا کریم صادق وټاکل شو، چې په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه ځلېدلی وو.
باید وویل شي، چې: د احمد شاه ابدالي جام دا ځل د فرسټ کلاس په توګه ومنل شو، چې جام یې بند امیر ترلاسه کړ.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*