تازه خبرونه
Home / شعراو ادب / زه چې د زړه زخمونه ښایمه انکار به کوې

زه چې د زړه زخمونه ښایمه انکار به کوې

ستا سزاګانې دربښمه خو یو کار به کوې
زه چې د زړه زخمونه ښایمه انکار به کوې
درته به ما ښودلی نه وای مجبورۍ د مینې
که راته پته وی چې مخ د بازار به کوې
درسره ځمه ستا د سترګو نه مخ نه اړوم
راته ښه پته ده په لاره کې ګوزار به کوې
بلها ګلونه پکې سر وخوري چې سر پورته کړي
زړه یې مني نه خو غندنه اې د بهار به کوې
درد نه لمبې وباسه زخم نه ټکور اخله
هر څه چې وي خو دا نشه نشه روزګار به کوې
شاړه ده سمه د ماښامي نه پکې غله راوځي
وخت مختصر دی لاره لویه ده تلوار به کوې
د خاموشۍ ګڼې معنې وي شونډې ژر پرانیزه
که اراده دې د الفت وي نو اظهار به کوې

ډاکټر اظهار

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*