تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د سولې لپاره د لوی جهاد فريضه

د سولې لپاره د لوی جهاد فريضه

د سولې عالي شورا مشرانو تېره ورځ په يوه غونډه کې د هېواد له ګردو ديني علماؤ غوښتنه او هيله وکړه چې تر دې وروسته نور د سولې په اړه له بې پروايي لاس واخلي او په هېواد کې د روغې جوړې او سولې د ټينګښت لپاره يوه ستر او مقدس جهاد ته اوږه ورکړي. د سولې شورا د مشرانو دا خبره پرته له شکه يوه ډېره اهمه او خورا ارزښتناکه خبره ده. ځکه اوس که موږ د خپل هېواد پر روان وضعيت څه نا څه سرسري نظر هم واچوو نو په څرګنده داسې ښکاري چې د افغانستان مسلمان، بې وزله او مظلوم ملت واقعاً د يوې سترې نړيوالې دسيسې قرباني دی.
په حقيقت کې دا ولس په خپل لاس خپل ځان او خپل کور تبا کوي. او په داسې يوه شيطاني دسیسه کې را ګير دی چې طبعاً به خپله يو بل سره وژني، يو د بل کورونه به ورانوي، د يو بل اولادونه به يتيمانوي او خپله ټوله شتمني به له لاسه ورکوي. دلته په لس ګونو هغه شيطاني لاسونه را غځېدلي چې پر دې مسلمان قوم تلپاتې جګړه تحميلوي. پر دې بنا د هېواد هوښيار او ځيرک ديني علماء بايد دغه توطيه شنده کړي او د خپل ايماني بصيرت پر مټ هغه پټ لاسونه وويني چې شپه ورځ زموږ د سټې وېستو لپاره پلانونه جوړوي.
پرته له شکه تر هر چا مخکې دا مسؤليت زموږ د ديني علماؤ پر غاړه دی. همدوی ته لازمه ده چې خبره سپينه کړي، ولسونه خبر او د ځان ملګري کړي او بيا د سولې د ټينګښت لپاره د يو داسې ملي ځواک قيادت وکړي چې د سولې دښمنان او جنګ غوښتونکي لوري يې په هيڅ توګه مخه نه شي نيولی. ايا دا مهال زموږ ډېری سياسي مشرانو قومي مخور، سرکاري چارواکي او زياتره ديني شخصيتونه پر دې نه پوهيږي چې په ګران هېواد کې د جګړې اوږدولو په موخه ان دا هلې ځلې هم کيږي چې وسلوال طالبان له يوې مخې پر داعش بدل کړي. ځکه زموږ د سولې دښمنان اټکل کوي چې کېدای شي يوه ورځ په حکومت کې څوک داسې را پيدا شي چې طالبانو سره جوړجاړي ته چمتووالی وښيي.
له همدې کبله يې وار له مخې لا دا هڅې پيل کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د داعش تورې جنډې پورته شي، هر مخالف وسلوال ځان د داعش په نامه معرفي کړي او په دې ډول هغو کسانو او کړيو ته دا پلمه په لاس ورشي چې وايي اوس چې د حکومت مخالف وسلوال ګرد سره د داعش غړي دي او د داعش قيادت خو له سره افغاني نه دی ځکه نو حکومت او غربي ملګري يې افغانستان کې له جګړې پر مخ بيولو پرته بله لار نه لري. تر دې چې اوس دا واقعيت هم له هيڅ افغانه پټ نه دی چې په خورا تأسف ان زموږ د هېواد ملي امنيت اداره هم د داعش په پرمختګ کې لاس لري. تر دې چې د طالب او داعش په تور د حکومت له خوا نيول شويو کسانو او د هغوی کورنيو ته دا واقعيتوته هم څرګند شوي چې په محاکمو او څارندواليو کې پر طالب اسير پنځلس او شل کاله قيد خيژي خو که پر چا د داعش تور وي نو د بند موده يې يو يا دوه کاله وي!
پاتې شوې هغه نورې اوازې چې وايي ناڅرګندې الوتکې ليدل کيږي چې داعشيانو ته وسلې او نور ضروري توکي ور وړي يا په چورلکو کې له يوه ځايه بل ته لېږدول کيږي چې بيا د حکومت د لويو چاروکو له خوا هم وخت نا وخته تأييد شوې، خو موږ له دغو هم ځکه تيرېږو چې مسؤل چارواکي يې په کلکه ترديد هم کوي. البته دغه ډول قراين او دلايل يقيناً د هغو روڼ اندو او ځيرکو سياستوالو داعيه تأييدوي چې وايي تر هر چا ړومبی امريکايان زموږ پر هېواد د جګړې د تپلو لېوالتيا لري. زموږ په خيال ښايي دا وخت هر عام افغان وګړی باوري وي چې امريکايان او نور بهرنيان هيڅکله دا نه شي زغملی چې د وسلوالو طالبانو او حکومت تر منځ سوله او روغه جوړه وشي. اوس ټول خلک يقين لري چې که همدا نن هم وسلوال طالبان او حکومت د سولې لپاره اغېزمنې او رښتينې خبرې پيل کړي، د حکومت لويديځ انډيوالان به خورا زيات ناکراره شي.
خو له دې ګردو ترخو واقعيتونو سره سره بيا هم د ټول افغان ملت ديني او ملي ذمه واري ده چې په رښتيني ډول خپل هېواد کې د امنيت، سولې او قانون د ټينګښت لپاره په يوه ستر مقدس جهاد لاس پوې کړي. يعنې په هېواد کې د ټولو افغاني پرګنو، سياسي ډلو، ديني تنظيمو او قومي ګروپونو تر منځ د اسلامي ورورګلوۍ را ژوندي کولو لپاره دې هلې ځلې وشي او په دې توګه دې هغه اختلافات له منځه يووړل شي کوم چې له امله يې زموږ در په دره ملت د پرديو بې دينانو په غلامۍ او بندګۍ کې ښکېل دی.
ځکه زموږ دغه بدمرغه او تأسف وړ حالت په بل ډول هيڅکله نه شي ختمېدای. يوازنۍ لاره فقط خپل منځي وحدت او د الله جل جلاله پر دين را غونډېدل دي. په دې اساس نو دا خبره بالکل حقه ده چې بايد ټول افغان مشران، کشران، نارينه، ښځې، سياستوال، عام ولس، ديني علماء، چارواکي او هر هر څوک بايد په دې اړه خپل مسؤليت ترسره او د سولې غوښته خپله يوازنۍ داعيه وګرځوي. راځئ ټول يو بل ته لاسونه ورکړو، اوږه پر اوږه د سولې لپاره مخ پر وړاندې لاړ شو او هغه لوري تر فشار لاندې راولو کوم چې لا هم جګړه حل بولي او يا ځان د جګړې ګټونکی.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*