تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د جدي شپږمه د افغاني تاریخ توره ورځ!!!

د جدي شپږمه د افغاني تاریخ توره ورځ!!!

د افغانستان په وروستیو څلورو لسیزو کې څو ورځې خورا کرغېړنې دي، چې يوه له هغې څخه د (۱۳۵۸ هـ ش) د مرغومي شپږمه ده، دا هغه تور ماښام و، چې د افغانستان د سرو کمونستانو د ملاتړ په پلمه سرو شورویانو زمونږ هېواد ته يو لک او څلوېښت زره عسکر راواستول، چې د شوبلو او ټانکونو په ګډون په ډول ډول سپکو او درنو وسلو سمبال وو.
د افغانستان د بدمرغیو عاملینو سرو کمونستانو د سردار محمد داود خان حکومت رانسکور کړ، نوموړی يې د هغه له کورنۍ سره يو ځای په شهادت ورسولو، نورمحمد تره کی يې د واک په ګدۍ کېناو چې ډېر ژر د خپل وفادار شاګرد حفیظ الله امین له اړخه په نااشنا مرګ ووژل شو، د امین دوره هم ډېره اوږده نشوه د شوروي یرغل په هماغه لومړیو ساعتونو کې د شورویانو له خوا ووژل شو او له ده وروسته ببرک کارمل په پارکال سپور شو. چې په امین يې د امپرالیزم د ایجنټ ټاپه ولږوله.
شورویان د افغانستان په سمه او غرو، کلیو او ښارو کې خواره واره شول، زمونږ د هېوادوالو په ټولوژنه یې پيل وکړ، ډېر يې شهيدان، ټپيان، اسیران او ترې تم کړل، ملحدو کمونستانو تر دوی مخکې ډېر ظلمونه کول، چې بادران یې تر څنګ ودرېدل، نو د ظلمونو کچه يې لا زیاته شوه؛ خو د افغانانو حوصله ماته نه شوه، بلکې نوره هم لوړه شوه. په سرو شورویانو یې هم میندې بورې کړې، چې د شورویانو د عسکرو خولۍ، بوټونه او جمپرونه اوس هم په افغانستان کې پيداکيږي. د شورویانو ظلم او زور حد نه درلود، داسې ظلمونه یې وکړل، چې له سکندر مقدوني تر انګریزه يوه یرغلګر هم نه و کړي. په کوم ځای کې به چې کوم روسی ووژل شو، نو شورویانو به د هغه ځای حیوانات هم له تېغه تېرو هيڅ ساکښ يې نه پرېښود.
د کمونستانو له کودتا، د شورویانو د نظام له تیري تر بیرته تلو او د نجیب تر پرځېدا پورې شپاړس لکه مسلمانان شهیدان شول، شورویانو او داخلي کمونستانو په ډېرو افغانانو نوکان وويستل او ژوندي یې له خاورو لاندې کړل، چې د ډېرو کورنۍ تر اوسه لا په دې طمع دي، چې: زمونږ بندي ورور به راشي؛ خو هغه د (خاد) د مشر د ( K G B) د غلام نجیب په لاسلیک شوي امر ژوندي له خاورو لاندې شوي!!!
د شورویانو له پوځي يرغل سره افغانستان په کنډواله بدل شو، حکومتي دفاتر، حکومتي املاک او شتمني چور او سړکونه کنډ و کپر شول. همداراز د ملت هر ډول دارایي له منځه لاړه او هر څه له خاورو سره خاورې شوه. هو! هر څه سرو شورویانو او د هغوی بړيڅو وکړل.
همداشان د هېواد ناپيلیتوب مو له منځه لاړ، کارمل او نورو کمونستانو به په خپلو ویناوو کې د شوروي هېوادونو او د هغوی د ملګرو ملګرتیا او کلک ملاتړ کاوه، هغوی په دې ویاړ کولو او شورویانو هم افغانستان خپلواک هېواد نه ګڼلو، بلکې د نورو شوروي جمهوریتونو په سترګه یې ورته کتل، مستقل او خپلواک هېواد یې نه بللو. کارمل، څمکنی او نجیب تش ګوډاګیان وو. ټولې چارې د ( K G B) په لاس او لارښوونه ترسره کېدلې.
د شوروي پوځي يرغل سره چې زمونږ استقلال او خپلواکي لاړه لا تر اوسه خپلواکي پردیو یرغل کړې.
د جدي شپږمه زمونږ په معاصر تاریخ کې تر ټولو توره او کرغېړنه ورځ ده؛ ځکه زمونږ هر څه یې را څخه په سیند لاهو کړل. زمونږ په لرغوني تاریخي استعمار ځپونکي او ښېکلاک ځغلونکي هېواد کې چې همدا اوس پنځلس زره بهرنیان میشت دي، دا هم د جدي د شپږمې تسلسل دی، د حکومت اوسني مشران د امریکا په سفارت کې ټاکل شوي. د اساسي قانون په خلاف عمل شوی، د ولس رأيې د امریکا د هغه وخت د خارجه چارو وزیر جان کیري له پښو لاندې شوې دي. زمونږ ټولې ناخوالې او بدمرغۍ د جدي له شپږمې رازیږیدلې دي، نو د مرغومې شپږمه زمونږ د تاریخ کرغېړنه ورځ ده.
هو! د جدي شپږمه زمونږ د بدمرغیو ورځ ده؛ خو د یرغلګرو شورویانو د بدبختۍ ورځ هم شوه؛ ځکه شورویانو ته افغانانو داسې ماتې ورکړه چې «د دوی تاریخ نه تکراريږي» شعار یې ورغلط کړ. هم یې تاریخ تکرار شو، هم جغرافیه بدله شوه، ولې چې افغانانو د شوروي خېټه ورڅيرې کړه او څوارلس هېوادونه یې ترې راوویستل.
د کمونستانو او شورویانو خلاف جنګېدونکو جهادي مشرانو ښه جهاد وکړ، شوروي د دوی له برکته ټوټه شو، برلین دیوال د دوی له جهاده د الهام اخیستلو په اساس وران شو، یوګوسلاویا د افغانانو د تورې له ځلا نه په اغيزمنتیا سره دړې وړې شوه. یمن دوه ځایه و، هغه هم یو شو. خو له بده مرغه د شورویانو له ماتې او ماتېدا نه وروسته او د کمونست نجیب له نسکورېدا وروسته جهادي مشران و نه توانېدل چې نظام جوړ کړي.
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*