تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه

حضرت جریر بن عبدالله بجیله قبیلې ته منسوب، چې دا قبیله د عربو په بیلابېلو سیمو کې پرته ده. يوه برخه یې په یمن کې وه، چې دی یې مشر او له دې نه مخکې یې نیکونو په یمن کې پاچاهي هم کړې وه.
له بده مرغه چې جریر رضی الله عنه ډېر ناوخته په اسلام مشرف شو، په هغه وخت کې چې مکه فتح او د خیبر او حنین غزاګانې هم تېرې شوې وې. خلک يوازې د دې لپاره راتلل، چې د اسلام تر ژوند بښونکي بیرغ لاندې ودريږي يا احکام زده کړي او يا هم سوله وکړي.
د لسم هجري کال د رمضان په میاشت کې مدینې منورې ته یو داسې هیئت راغی، چې يمني ښکلي لباسونه یې په تن و او مشري یې هم يو ښایسته ځوان کوله. نبي علیه اسلام چې دا هیئت ولید خوښ شو او د هیئت مشر ته یې خپل مبارک څادر وغواړو. (په دې مهال یې صحابه وو ته وویل، چې د میلمنو به ډېر قدر کوئ) او پوښتنه یې ورځينې وکړه چې د څه لپاره دلته راغلي یئ؟ هغه وویل: د اسلام راوړلو لپاره.
نبي علیه السلام ورته د بیعت ټکي وویل. د هیئت مشر (حضرت جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه) هم ورته لاس ورکړ او ویې ویل: زه په دې ټولو خبرو اقرار کوم او منم یې. له دې سره د هیئت غړو هم د توحید کلمه وویل او مسلمانان شول. له بیعته وروسته نبي علیه السلام جریر رضی الله عنه ته وویل: کله چې ستا قوم اسلام ومانه او بوت پرستي یې پرېښوده، نو له بوتانو سره مو څه وکړل؟
جریر رضی الله عنه ورته کړه: هغه مو ټول ټوټه ټوټه کړل. له دې وروسته نبي علیه السلام د ذی الخلصه (د دوی بوت خانې) پوښتنه ورڅخه وکړه. نو ورته ویې ویل: چې ولاړ شو، نو وبه یې نړوو. رسول الله ورته هم د نړولو امر وکړ.
جریر رضی الله عنه هم له خپلې ډلې سره یو ځای لاړ، څو خپل فرض اداء کړي. د څو ورځو نه وروسته راغی او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: ذی الخلصه ته مو اور واچاو او ایرې ایرې مو کړه. د دې خبرې په اورېدو پېغمبر صلی الله علیه وسلم ډېر خوښ شو او خلکو ورته د یمامه کعبي لقب ورکړ.
جریر رضی الله عنه له نبي علیه السلام سره ډېر وخت تېر نه کړ، کله چې دی په یمن کې و، د یمن له یو اوسیدونکي یې واورېد، چې هغه وفات شو، یو بل تن ورته وویل: چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلیفه وټاکل شو. نو دی هم مدینې ته راغی، چې ډېر خفه هم و.
کله چې ابوبکر رضی الله عنه شام او عراق ته لښکرې وخوځولې، نو جریر رضی الله عنه ورته وړاندیز وکړ، چې د بنو بجیله خورې ورې قبیلې راټولې او يو لښکر ترې جوړ کړي. هغه هم اجازه ورکړه؛ خو دا کار د عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کې سرته ورسېد او د لښکر مشر هم جریر رضی الله عنه وټاکل شو، چې د عراق او ایران ډېرې سیمې یې فتح کړې.
د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کې یې د يو پياوړي جنګیالي او هم د يو لښکر مشر په توګه په پوره مېړانه جنګېده؛ خو چې فاروق اعظم رضی الله عنه شهید او عثمان رضی الله عنه خلیفه شو، نو دی یې د ایران دهمدان والي وټاکه. څنګه چې دی یو پياوړی سپاهي و، نو د سیاست په میدان کې هم يو مدبر او ځيرک انسان و. له عثمان رضی الله عنه نه وروسته یې د علي رضی الله عنه نه هم ملاتړ وکړ.
اتل او قهرمان حضرت جریر رضی الله عنه په ډېره کمه موده کې سل حدیثونه روایت کړل. پخپله روایت کوي، وايي: زه مدینې منورې ته راغلم او نبوي مسجد ته داخل شوم، پېغمبر صلی الله علیه وسلم خطبه ویله ما سلام واچوه خلکو ما ته په مینه، مینه کتل ما يو سړي نه پوښتنه وکړه: رسول الله زه يادولم؟
هغه وویل: هو، هغه ویل: اوس به د يمن بهترین سړی راشي.
رضی الله ورضوا عنهم

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*