تازه خبرونه
Home / سلایډر / له روسي يرغله دې نور هم عبرت واخلي!

له روسي يرغله دې نور هم عبرت واخلي!

افغانانو او ګردو نړيوالو ته ډېره ښه معلومه ده چې اته دېرش کاله پخوا د وخت شوروي سره پوځ له خورا لوی کبر و غرور سره زموږ پر هېواد يرغل وکړ او دلته يې زموږ ځمکه او فضا ټوله اشغال کړه. افغان ولس چې وار له مخې لا د ثور کودتاچيانو له نامأنوسه فرمانونو تر پوزې راغلي وو، د روسي لښکرو له بربنډ تيري سره فوراً عمومي قيام ته چمتو او د هېواد په لروبر کې يې داسې خونړۍ جګړې پيل کړې چې هم يې خپل هېواد او ټول وطني بنسټونه ور باندې تبا برباد کړل او هم يې د نهو کلو په موده کې د ستر شوروي اتحاد ټول زور و ځواک هم ورسره اوبه کړ. پرته له شکه چې روسانو په دغه موده کې زښته ډېر زور وواهه او همدا وجه وه چې په نتيجه کې يې ټول وارسا تړون د نړۍ له سياسي او نظامي ډګره ووت، شوروي اتحاد ونړيد او پکې شامل هېوادونه هر يو پر خپله مخه ولاړ. نن چې زموږ پر هېواد د هماغه شوروي يرغل اته دېرشمه کليزه ده، موږ او نړيوالو ته په کار ده چې د يادې ورځې خاطرې له ياده ونه باسو. ځکه له يوې خوا موږ افغانانو کې يو ځل بيا ځينې داسې اشخاص او کړۍ فعالې دي چې بېلابېلو خواؤ کې د پرديو ننګه کوي. دوی د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په مقابل کې پردي نظريات او رسوم پالي، د خپل هېواد تر اوچتو ملي ګټو پردۍ ګټې او خپله ځاني نوکري ړومبۍ ګڼي او د جګړې په ډګر کې د خپلو وروڼو په سر سودا کوي. يعنې پردي يرغلګر ځواکونه ژغوري خو پر خپلو هېوادوالو هيڅ ډول زړسوی نه کوي.
له بلې خوا د امريکې او ناټو جنګي ځواکونه هم لګيا دي زموږ پر هېواد د دايمي ولکې خوبونه ويني. دوی هم له شورويانو عبرت نه دی اخيستی او فکر کوي چې په همدې چلونو، فريبونو، اختلاف اچولو او شيطانتونو به وکړای شي پر افغانستان واکمن پاتې شي. حال دا چې د تاريخي اسنادو پر مټ ثابت حقيقت دا دی چې افغانان د پرديو پر وړاندې خورا ډېر حساس دي او سخته کرکه ورسره لري. البته اوس داسې ښکاري چې امريکايي چارواکو بيا هم دومره درس و عبرت اخيستی چې يو خو تر ډېره بريده خپل کمه اندازه عسکر دلته وساتي، بل دا چې تر ډېره يوازې په هوايي بريدونو اکتفا وکړي او بل د خپلو مالي مرستو پر مټ افغانانو کې دومره جنګي ځواک استخدام کړي چې د دوی له خوا په نيابتي ډول پراخو جګړو ته دوام ورکولی شي. دغه شان په دوی کې بل کمال دا دی چې حکومت هم ثبات ته نه پريږدي، له بېلابېلو خواؤ مشکلات ورته جوړوي او بې ګټې نوي نوي مصروفيات ورته را پيدا کوي.
همدغه دلايل دي چې د افغانستان جګړه هم د امريکايانو لپاره د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه شوه او هم زمږ پر هېواد د پرديو اوږده ولکه. مطلب دا چې که امريکايانو له شورويانو بيخي هيڅ پند و عبرت نه وای اخيستی او د لومړيو کلونو په څېر يې دلته خپل پراخ نظامي او مالي امکانات لګولي وای نو تر اوسه به دوی ته هم دومره زيان رسېدلی وای چې نوره يې په ځان او مټو کې د يرغل څه متره نه وای پاتې. خو ښايي دوی متوجه وي څو په دې جګړه کې پر خپل ځان دومره بوج وانه چوي چې په لږه موده کې يې له برمه وغورځوي.
شونې ده چې د افغانستان لپاره د امريکايي چارواکو هغه منډې ترړې چې دوی يې د مرستو را غونډول بولي، هم د همدې کمپاين يوه برخه وي. لکه دا چې پر ناټو سازمان ټينګار کوي څو په نظامي ډګر کې د افغانستان لپاره تر ډېره حده افراد او وسايل چمتو کړي. يا لکه پر خپلو نزدې ملګرو هېوادو چې زور اچوي څو افغانستان ته خپل عسکر راواستوي او افغاني لښکرو سره مالي او نظامي مرستې وکړي.
په هر صورت دا وخت که څه هم امريکايان به دا ډول زښته ډېرې هڅې کوي څو په دغه جګړه کې ډېر لږ اغېزمن او په دې توګه وکړای شي تر ډېرو کلونو پر افغانستان باندې خپلې قبضې ته دوام ورکړي خو له دې سره سره اوس مهال ډېر داسې دلايل او قراين شته چې دلته د بهرنيانو اوږدمهالی شتون ننګوي.
لکه په دې لړ کې زموږ د سيمې او چم ګاونډ هېوادونو سياسي وضعيت چې دا دی په څرګنده افغانستان کې د امريکايانو پر شتون نيوکې لري او ورخ تر بلې يې مخالفت زياتيږي. همدغه شان دلته په هېواد کې دننه ورځ په ورځ هغه ډلې او تنظيمونه ځواکمنيږي څوک چې د بهرنيانو کلک مخالفت کوي او زر تر زره يې له هېواده شړل غواړي. بله تر ټولو څرګنده خبره دا ده چې که په لومړيو کلونو کې ځينو اشخاصو او سياسي ډلو د امريکايانو ملګرتيا کوله نو تر ټولو غټه وجه يې د هغوی له خوا هغه پرېمانه رشوتونه وو چې دوی ته ورکړی شول. خو څرنګه چې اوس هغه پخوانۍ مزې نشته دا به کوم افغان وي چې هيڅ بې هيڅه د پرديو ننګه او ملګرتيا کوي؟
حال دا چې له پرديو سره دغه شان انډيوالي په افغان ولس کې هم له مذهبي پلوه ډېره لويه ناروا ده او هم له قومي او کلتوري پلوه. خدای دې وکړي چې ټول افغانان د پرديو د ملګرتيا هغه ناوړه پايلې له ياده ونه باسي چې له کبله يې اته دېرش کاله ړومبی زموږ پر هېواد د شوروي يرغل ته لار هواره او ګرد افغان ملت يې له داسې ناخوالو او بدمرغیو سره مخ کړ چې لا هم پکې ګير دی.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*