تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ايران فرهنګي فعاليتونه د نورو بدمرغيو لامل ګرځي

د ايران فرهنګي فعاليتونه د نورو بدمرغيو لامل ګرځي

تېره ورځ په کابل کې د «تبيان» په نامه يوه فرهنګي مرکز کې چې کوم خونړي بريدونه وشول لس ګونو بې خبره او مظلومو انسانانو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده. دا ډول بريدونه په هر صورت د غندنې وړ دي او د دغه شان عامو او بې رحمه وژنو لپاره هيڅ کوم عقلي، نقلي يا عرفي مجوز نه ليدل کيږي.
البته کومه خبره چې په دې اړه د پام او دقت وړ ده هغه دا ده چې د افغانستان په نامه پېژندل شوي هېواد ګرد سره اتباع دې خامخا د خپل هېواد ملي ګټې نظر کې ونيسي. ملي ګټې يعنې د ګردو هېوادوالو هغه شريکې ګټې چې د ځاني هغو په مقابله کې هيڅ ارزښت ورنه کړی شي. مانا دا چې که د هېواد ګردو ولسي پرګنو ته د خپل هېواد امنيت، پرمختګ او قانونيت لومړيتوب ولري نو بيا به خامخا ټول هڅه کوي چې هېواد يې له نا امنۍ او پرديو له نيابتي جګړو پاک وساتل شي. بيا به هيڅوک په دې تلوسه کې نه وي چې د ايران يا کوم بل غرضي هېواد په لمسون خپل هېواد کې داسې کلتوري، مذهبي او فرهنګي فعاليتونه پيل کړي چې په ټول هېواد کې حساسيتونه را پاروي او له امله يې په هېواد کې د يوې نيابتي جګړې حالات منځ ته راتلی شي.
د مثال په ډول دلته زموږ په هېواد کې يو شمېر شيعه وګړي دېره دي چې له ډېرو پېړيو راهيسې يې د هېواد اکثريتي ولس اهل سنت سره خورا ښه د لورينې ګوزران کړی. خو له بده مرغه کله چې امريکې او ناټو زموږ لور ته را مخه کړه نو د خپلې خاصې ستراتيژۍ له مخې يې وغوښتل چې شيعه مذهبه خلکو ته ښه ډېر پرمختګ ورکړي. بهرنيانو زموږ په هېواد کې هم بيدو لکه په عراق، يمن، سوريه او داسې نورو کې د مذهبي شخړو پارولو او بيا کوچنيو ډلو ته پر لويو د برلاسي ورکولو پاليسي ښه ډېره پر مخ بوتله.
په دې ترڅ کې کابل، مزار، پلخمري، هرات، غزني او دغه شان غوندې نورو ولاياتو کې لس ګونه داسې مذهبي او فرهنګي بنسټونه، ادارې يا مرکزونه پيل شول کوم چې يوازنۍ موخه يې په هېواد کې د لانجو کشالو رامنځ ته کول، ايرانۍ ګټې پالل او له اهل سنت مسلک سره څرګنده دښمني پر مخ بيول ؤ. په دې توګه يو شمېر هغو غرضي کړيو ته هم د کار او فعاليت موقع او پلمه په لاس ورغله کومې چې د مسلمانانو له خپل منځي اختلافاتو ګټه اخلي او د خپلو ښکېلاکي موخو ترسره کولو لپاره يو پر بل سره اخته کوي .
وګورئ له تېر يوه کال راهيسې چې په کابل کې د شيعه وګړو پر مختلفو غونډو او ځينو علمي او فرهنګي مراکزو څومره بريدونه شوي، په ټولو کې بې ګناه او بې غرضه وګړي وژل شوي. دا په حقيقت کې يو قتل عام دی چې پرته له څه معقولو دلايلو ترسره کيږي. ښايي زموږ شيعه هېوادوال به په دې حقيقت ډېر ښه پوهېدلي وي چې د افغانستان اکثريتي اهل سنت خلک هيڅکله پر خپلو شيعه هېوادوالو دغه ډول وضعيت نه لوروي بلکې هر وخت يې په کلکه غندنه کوي او هيڅوک يې ډېره لږ پلوي هم نه کوي.
خو له دې سره سره د ډېری افغان ولس نظر دا دی چې لازماً دې له هغو فعاليتونو ډډه وشي کوم چې ايراني رژيم يې ننګه، ملاتړ او لارښوونه کوي. ځکه همدغه مغرضانه پروګرامونه دي چې له يوې خوا د افغانانو تر منځ کرکې او دښمنۍ راپاروي او له بل پلوه د سيمې نورو هېوادو ته هم د لاس وهنې پلمې ورکوي او بالآخره معامله د سلګونو بې ګناه او ناخبره انسانانو په مرګ ژوبله پای ته رسيږي.
په دې اساس نو دا د حکومت هم پخه ذمه واري ده چې د هغو ايراني فعاليتونو کلکه مخه ونيسي کوم چې هېواد د سعوي، ايران يا نورو هېوادو لپاره د نيابتي جګړې لوري ته بيايي.
پرته له شکه حکومت په دې برخه کې خورا دروند مسؤليت لري او يقيناً دا د حکومت کار دی چې د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري او هغه ګرد سره عوامل له منځه يوسي چې دا ډول وضعيت يې منځ ته راوړی دی.
لنډه دا چې په هېواد کې د علمي، فرهنګي او ديني فعاليتونو ترسره کول د اهل سنت په شان اهل تشيع ته هم روا او جايز دي خو په دې شرط چې د ايران په شان غرضي هېوادو مداخلات به پکې نه وي. ځکه له دغه ډول روابطو خپله دوی ته هم ستونزې جوړيږي او ټول هېواد هم له بدمرغۍ او مصيبتونو سره مخ کيږي.
د تأسف ځای دی چې د «تبيان» په شان زياتره هغه فرهنګي او کلتوري مراکز چې دا وخت د کابل او نورو ښارو کې فعاليټ کوي، په ډاګه له ايراني کړيو سره روابط لري. بلکې روابط خو لا څه چې عموماً په مستقيم ډول د ايرانيانو له خوا تمويليږي او د کار او فعاليت مکمل پلان او پروګرام ورکول کيږي. ځکه خو زياتره داسې ليدل کيږي چې پر دغسې مراکزو د بريد پړه داعش پر خپله غاړه اخلي او دعوا کوي چې يو مهم ايرانی مرکز يې له منځه وړی دی.

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*