تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / په ننګرهار کې يو بل وحشت!

په ننګرهار کې يو بل وحشت!

تېره ورځ تر غرمې وروسته جلال آباد ښار ته څېرمه د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان هديره کې د جنازې پر مهال يوه خونړۍ چاودنه وشوه. ويل کيږي چې خطرناک چاودېدونکي مواد هغه موټر سايکل کې اېښودل شوي وو چې د جنازې صفونو سره جوخت ولاړ ؤ. د رپوټونو له مخې دا جنازه د يو پخواني قوماندان وه چې يو وخت د هسکې مېنې ولسوال ؤ.
وايي چې په ياده جنازه کې عموماً د شينوارو يو شمېر قومي مشران او مخور شريک وو چې زياتره يې اوس په قربانيانو کې شامل دي. د امنيتي مسؤلينو له شمېرو سره سم تر دې دمه په ياده پېښه کې اتل کسان وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي. د پېښې مسؤليت داعش ډلې منلی او ويلي يې دي چې زياتره وژل شوي کسان حکومت پلوي خلک وو چې طبعاً د دوی مخالف لوری ګڼل کيږي. د سيمې له وضعيته ځينې باخبره اشخاص فکر کوي چې د شينوارو په درې څلورو ولسواليو کې د داعش د فعال حضور له امله څو څو ځله د شينوارو اړوندو جنازو او نورو غونډو کې دغه راز خونړي بريدونه ترسره شوي دي. لکه څو کاله ړومبی دور بابا ولسوالۍ کې همداسې د يوې جنازې پر مهال چاودنه وشوه چې خواوشا پنځه ويشتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله. هغه وخت ځينو ډلو د چاودنې د جواز لپاره د دور بابا ولسوال همېشه ګل حضور پلمه کړی ؤ. يعنې ويل يې چې د بريد اصلي هدف همدا قوماندان ؤ کوم چې له پېښې ژوندی ووت.
دغه راز تېر کال هم د جلال آباد ښار کې د يو قومي مشر پر کور داسې حال کې بريد وشو چې د څه ختم و خيرات لپاره ځينې قومي مخور هلته را غونډ شوي ؤ- د شينوارو د قوم اړوند ؤ. دغه شان ټولنو کې په دې ډول مرګوني بريدونه او بيا همدغه د شينوارو څلورو پنځو ولسواليو کې د داعش اغېزمن حضور په څرګنده دا راښيي چې په دغه سيمه کې د وحشت او جهالت کچه تر کومه رسېدلې. له ځينو قراينو او عملي پېښو دا هم څرګنديږي چې نوموړو ولسواليو کې ځينې اشخاص په داسې يو بې منطقه افراطيت کې را ګير دي چې د خپلو سيمو د هر بې وزله مسلمان مرګ و ژوبله يې ځانو ته صراحتاً جايز ګرځولې او لګيا دي يو يو له منځه وړي. لکه چې په دې لړ کې يې ان د جوماتو يو شمېر امامان او د مدرسو استادان هم بې رحمۍ سره وژلي دي.
خو په دې ترڅ کې د ډېر تأسف ځای دا دی چې لا هم په ننګرهار او کونړ کې يو شمېر دين پلوي شخصيتونه، استادان، ځينې ديني عالمان او نور د دغه ناوړه تکفيري غورځنګ پر وړاندې څنګه چې ښايي هغسې غبرګون نه ښيي. د ځينو خلکو اټکل دا دی چې غالباً حکومت کې دننه موجود فساد او د چارواکو له حده پورته درغلۍ، ظلمونه او ناقانونيت د دې لامل ګرځېدلي چې زياتره خلک د حکومت د هر ډول مخالفينو په مقابل کې ځان غلی واچوي.
له بلې خوا په هېواد کې د لويديځو هېوادو استخباراتي او پوځي مراکز هم تر ډېره بريده په داسې شکمنو فعاليتونو کې ښکېل دي چې داعش غوندې ډلو سره يې روابط څرګندوي. داسې ښکاري چې په دې لړ کې ان خپله زموږ د هېواد ځينې ادراې او چارواکي هم په لوی لاس له يادو افراطي ډلو سره مرستې کوي څو که وکړای شي په دې توګه وسلوال طالبان له يوې خوا ځينو ګواښونو سره مخ کړي.
په هر صورت هغه څه چې د جلال آباد وروستۍ پېښې په يادښت کې ډېر د پام وړ دي، د جنازې په شان يوې خالصې ديني شعيرې سپکاوی او نا امني ده. په دې مانا چې د دغسې ناوړه پېښو له کبله بالآخره خلکو سره دا فکر هم پيدا کيږي چې جنازه او نور ديني مراسم او شعاير هم له سياسي او نظامي لانجو پاک نه دي او دلته هم مقابل لوري په خونړۍ جګړه کې سره ښکېل دي. په داسې حال کې د اسلام د سپېڅلو لارښوونو له مخې جوماتونه او نور عبادت ځايونه يا ديني شعاير لکه لمونځ، د جمعې، اختر او حج غونډې بايد په هر حال له بشپړ امنيته برخمنې وي. څو هر خاص و عام په کابل ډاډ سره خپل ديني مراسم ترسره کړی شي.
له بده مرغه اوس زموږ د هېواد عمومي وضعيت تر هغې کچې له نادودو او ناخوالو ډک دی چې ان دغه شان زړه بوږنونکې پېښې هم پکې وړې او بې ارزښته معلوميږي. کنه حقيقت خو دا دی چې پر جوماتونو، هديرو او نورو عبادتي غونډو دغسې بې رحمه خونړي بريدونه سراسر له انسانيته بيخي وتلې پېښې دي. دا ډول ستر جنايتونه هيڅکله نه د توجيه وړ دي او نه يې عاملين له اسلامي احکامو خبر دي. د داسې نارواؤ په کلکه غندنه په کار ده او د هغو جنابانو په شخصيت او نظرياتو کې خورا ډېر کوږوالی او نيمګړتيا موجوده ده چې ان د دغه شان بريدونو لپاره هم دلايل او توجيهات لټوي. افسوس پر داسې متعصبينو.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*