تازه خبرونه
Home / تازه خبر / امریکا: اورلګېدنې د مرګ ژوبلې ترڅنګ دروند مالي زیان اړولی.

امریکا: اورلګېدنې د مرګ ژوبلې ترڅنګ دروند مالي زیان اړولی.

د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې په یو بلاک کې  اورلګیدنې  ۱۲ تنه وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دی.

د نیویارک ایالت د اور وژنې  ادارې  د معلوماتو له مخې  پیښه  د برونکس  د ښار  د ژوبڼ  ترڅنګ  په یو پنځه پوړیز اپارتمان کې  رامنځته شوې ده .

دغه اداره وایي چې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو  نه سمدلاسه  د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې د اور په مړکولو يي پیل وکړ خو وایي چې د ډلو تر رسېدو مخکې هلته ناورین رامنځ ته شوی وو.

د نیویارک ښاروال بیل دی بلیسو  د پيښې پر ځای کې خبریالانو ته وویل چې « پدې پیښه کې  ۱۲ تنه  مړه  او لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې  د ژوبل شویو کسانو هم روغتیایي وضعیت ډېر خراب دی او اټکل کیږي چې د مړو شمېر دې نور هم ډېر شي.

اور لګېدنې د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیان هم اړولی دی چې لسګونه کورونه یې لولپه کړي دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*