تازه خبرونه

بې زړه

چې وړوکی و، له شیشکو او پېریانو ډارېده.
چې لږ غوندې غټ شو، د ملا صاحب له ډاره په سبق نه پوهېده، په کور کې د ادې ډار و، د باندې د دادا.
اوس چې لوی دی، د ماسلانو (پولیسو) ډار، د خان ډار، د ملک ډار، د حاکم ډار یې په زړه کې ټینګ ځای نیولی دی.
په چول او بیدیا کې له غلو ډاریږي، په کور و کلي کې له غلیمانو، په ښار کې له پولیسانو، د ایمان ځای زړه دی او دی ډیر بې زړه دی.
د شپې په خوب کې هم ډاریږي او خپسکۍ یې نیسي.
لویه خدایه! په کوم زړه کې چې دومره ویره وي، ستا ویره ډیره نه ځاییږي، ستا خوف ته ډیر لږ ځای پاتې کیږي.
که ستا ډار او د ظالمانو ډار په یو زړه کې یو شان موجود وي له دې نه لویه ګناه بله نه شته.
کاش چې دوی یواځې له تا ډارېدلی او ستا د دښمنانو ډار یې په زړه کې نه وای.
د خلکو ډار ستا ویره په زړونو کې کموي او ایمان ته زیان رسوی.
ستا ضعیف بنده ګان یواځې له تا نه، نه ویریږي، له نورو نه هم ویریږي. دوی اوس د زورورو له ډاره حق نه شي ویلی او ته د حق طرفدار یې.
ته په درواغو خپه کېږې، دوی له ډاره رښتیا نه شي ویلی.
ستا ظلم نه دی خوښ، دوی له ویرې د ظالمانو خدمتونه او صفتونه کوي.
هغه مسلمان چیرته دی، چې یوازې له تا ډاریږي او بس.
ستا بنده باید د ډار او بنده نه وي، د نمرود له اوره یې سترګه و نه سوځوي، د فرعون په مقابل کې مغلوب نه شي، له مرګه و نه ویریږي.

«الفت»

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*