تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / مشعل: تیر ۲۰۱۷ م کال د افغان لوبډلې له پاره د بریاوو کال وو

مشعل: تیر ۲۰۱۷ م کال د افغان لوبډلې له پاره د بریاوو کال وو

طالب نیوز — (۱۳۹۶/۱۰/۱۱): د افغانستان د کرکټ لپاره ۲۰۱۷ م کال له لاسته راوړنو او بریاوو ډک کال او او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به هم د افغانستان په کرکټ کې د پام وړ پرمختګونه وشي، دا څرګندونې د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل وکړې.
نوموړي ویل: سږ کال به په هېواد کې د کرکټ لوبغالي او سټېډیمونه جوړ، د کورني کرکټ ودې ته په پوره پاملرنه وشي او په ښوونځیو کې به د کرکټ مضمون له پوهنې وزارت سره په ګډه معرفي شي، چې د ښوونځیو کرکټ به پیل شي.
۲۰۱۷ کال د افغانستان د کرکټ لپاره تر ټولو غوره کال و او ۲۰۱۸ کال به هم د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره مهم کال وي، چې له پیله یې د ملي لوبډلې له پاره فېلپ سېمونز نوی کوچ هم وټاکل شو.
ده وویل: کرکټ بورډ په تېر یوه کال کې، په اداري، پراختیايي، مالي او د داخلي کرکټ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او لا هم په هره برخه کې جدي کارونه روان دي.
مشعل وویل، چې د افغانستان کرکټ بورډ له مالي پلوه پوره په خپلو پښو ولاړه اداره ده؛ خو بیا هم هغه له حکومت غوښتنه وکړه، چې د کرکټ د زیربنا د پراختیا لپاره له کرکټ بورډ سره د تل په شان مالي مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «په ۲۰۱۸ کال کې به په افغانستان کې د ښوونځیو کرکټ پیل شي، د کلبونو د اتلولۍ کرکټ به پیل شي او د کورني کرکټ د پراختیا لپاره به په هره برخه کې هلې ځلې وشي، ځکه د کورني کرکټ د پیاوړتیا له لارې موږ نړیوال کرکټ ته غوره استعدادونه را پیدا کولی شو».
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*